د جمعې په ورځ د قبائيلي ضلعې باجوړ برنګ (پاينداخېل ترغاو) څخه يوه ويډيو په سوشل ميډيا وائرل شوې چې پکې د سيند په غاړه اوسيدونکي خلک ليدل کيږي چې يو مړی د سيند بلې غاړې ته وړي.
د تاترا په کلي کې د غرونو د خلکو لپاره د سیند څخه د تیریدو لپاره د لرګیو پل نشته. په ویډیو کې نور لیدل کیږي چې ځايي خلک هڅه کوي چې د یوې ښځې جسد د سیند بلې غاړې ته ور اورسوي ځکه چې بله چاره نشته.
د ځايي خلکو په وينا، خلکو په خپله مرسته د سيند څخه د تېرېدو لپاره درې کيبلي رسۍ (چير ليفټونه) نصب کړي وو، خو حکومت هغه هم لرې کړل. او کوم متبادل انتظامات یې نه دي کړي.
د ملاکنډ دیر او باجوړ په سنگم کې درې سیندونه، سوات، پنجکوره، برنګ رود په بوساق کې سره یو ځای کیږي. دا سیند له څو کیلومتره فاصله وهلو وروسته د مهمند ضلع له لارې چارسدې ابازو ته رسېږي او بیا د چارسدې په نسته کې د کابل له سیند سره شاملېږي
د پي ټي ائي له انجينر اجمل خان او ګلداد خان څخه چې په تېرو دوو حکومتونو کې په دې سيمه کې په واک کې وو
ځايي خلکو په دې اړه د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.