به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

د پاکستان د څو چارواکو په وینا، پاکستان ته په رسمي ډول د امریکا لخوا د خپلو خلکو  د سفر بندیز په اړه خبر نه دی رسیدلی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند سفیر شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ د هفته وارې خبري په غونډه کښې د احتمالي سفر بندیز په اړه د راپورونو لیدل رد کړل.

خان وویل: “ما داسې چه راپور نه دی لیدلی.”

په امریکا کښې د پاکستان سفیر د پنجشنبې په ورځ ډان ته وویل چې د سفر بندیز په اړه هیڅ رسمي اړیکه نه ده ترلاسه شوې. خو هغه زیاته کړه چې د بندیز په اړه یې راپورونه لیدلي دي.

د رویټرز خبر د پنجشنبې په ورځ یو خبر خپور کړی و چې د ټرمپ اداره د افغانستان او پاکستان د خلکو لپاره د احتمالی سفر په بندیز   غور کوي. په راپور کښې ویل شوي چې دا بندیز د دوو هیوادونو د امنیت او څیړنې خطرونو د بیاکتنې پر بنسټ دی.

دا بندیز د ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د اوو مسلمان اکثریت هیوادونو څخه د مسافرو په وړاندې بندیز ته ورته دی. دا بندیز د امریکا د سترې محکمې لخوا تایید شو، خو په پای کښې د امریکا  ولسمشر جو بایډن په ۲۰۲۱ کښې پای ته ورساوه.

د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پیل وروسته د خپلو لومړنیو اقداماتو په توګه، ټرمپ یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ چې د امنیتي خطرونو د کمولو لپاره د امریکا ویزې ترلاسه کولو لپاره د بهرنیانو امنیتي څیړنې سختې کړي.

د مارچ ۲۱ مه د هغو هیوادونو د لومړني لیسټ د سپارلو لپاره ټاکل شوې چې د سفر بندیز لاندې به راځي. په راپور کښې زیاته شوې وه چې پاکستان او افغانستان احتمال لري پکې شامل شي.

دا اقدام په امریکا کښې د افغان کډوالو د بیا میشتیدنې لپاره هم ستونزې زیاتولی شي. ټرمپ  د بیا میشتیدنې پروګرام ځنډولی دی چې په زرګونو کډوال یې په ځانګړي توګه هغه ۲۰۰۰۰ چې په پاکستان کښې انتظار کوي، په ناڅرګند حالت کښې پریښي دي.

نور ولولئ