| به‌روزرسانی دربارهٔ |18:04

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر ضد ادارې (UNODC) په خپلې تازه راپور کې افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د افیون د تولید تر ټولو لوی مرکز بللی دی. په راپور کې ویل شوي چې افغانستان د هغو درې هېوادونو په ډله کې شامل دی چې د نړۍ تر ټولو ډېره افیون تولیدوي، خو اوس د نباتي پوست پر ځای مصنوعي (سنتیتیک) نشه‌يي مواد د ډېر عاید لرونکی کاروباري ماډل ګرځېدلی دی.

د ۲۰۲۵ کال د UNODC د راپور له مخې، په افغانستان کې په شاوخوا ۱۰،۲۰۰ هکټاره ځمکه کې د افیون کرنه شوې ده. که د تېرو کلونو شمېرې وګورو، په ۲۰۲۳ کال کې افیون په ۱۰،۸۰۰ هکټاره ځمکه کرل شوې وه، په ۲۰۲۴ کال کې د افیون کرنه ۱۹ سلنه زیاته شوه او ۱۲،۸۰۰ هکټاره ته ورسېده، خو په ۲۰۲۵ کال کې دا شمېره ۲۰ سلنه راکمه شوه او بېرته ۱۰،۲۰۰ هکټاره ته راولوېده. د ۲۰۲۵ کال د افیون ټول تولید ۲۹۶ ټنه ښودل شوی چې بیه یې نږدې ۵۷۰ امریکایي ډالره فی کیلوګرام ده.

راپور زیاتوي چې د کرنې په کچه د کمښت باوجود، د هېواد په ځینو ولایتونو لکه زابل، کنړ او تخار کې د افیون کرنه نوره هم زیاته شوې ده. د ملګرو ملتونو اداره وايي، د وچکالۍ او اقلیمي ستونزو له امله د افیون ډېره برخه تباه شوې، خو له دې سره سره د تېرو کلونو افیون زیرمې دومره ډېرې دي چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه د نړۍ غوښتنې پوره کولی شي.

د راپور تر ټولو اندېښمنوونکې برخه دا ده چې افغانستان اوس له افیون نه د مصنوعي (سنتیتیک) نشه‌يي موادو تولید ته اوښتی دی. د ملګرو ملتونو د نشه‌يي موادو دفتر وايي چې اوس د نباتي پوست پر ځای د مصنوعي نشه‌يي موادو تولید او تجارت ډېر ګټور ګرځېدلی دی. په ځانګړي ډول د آئس (Methamphetamine) تولید په افغانستان کې په چټکۍ سره زیاتېږي. د جرمي ډلو لپاره د دې تولید او قاچاق اسان دی، او دا بدلون د نړیوالو نشه‌يي موادو په سوداګرۍ کې یوه خطرناکه او نوې مرحله بلل کېږي.

نور ولولئ