د شورو په ورځ، د نومبر په ۵مه، شاوخوا ۱۵ زره افغان وګړي د پاکستان او ایران له بېلابېلو سرحدي لارو څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي۔
د امارت اسلامي افغانستان د معلوماتو له مخې، د شورو په ورځ لږ تر لږه ۲،۵۰۰ افغان کورنیو بېرته ستنېدنه کړې، چې په ټولیز ډول یې شمېر ۱۴،۹۱۱ تنه کسانو ته رسېږي۔
د افغان طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دغو شمېرو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د بېرته ستنېدونکو ډېره برخه له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راغلې ده۔
نوموړي زیاته کړه، چې افغان حکومت او د بشري مرستو ادارې د دې پراخې ستنېدنې د مدیریت لپاره په ګډه کار کوي۔ د هغه په وینا، بېرته راستانه شوو کورنیو ته لومړنۍ مرستې ورکول کېږي او د هغوی د بیا مېشتېدو لپاره ځانګړي اقدامات روان دي۔
یاده دې وي، چې پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې په هېواد کې د ناقانونه مېشتو بهرنیانو د ایستلو لړۍ پیل کړې، چې تر اوسه په دې لړ کې لسګونه زره کسان خپلو اصلي هېوادونو ته استول شوي دي۔
په بل اړخ کې، د پاک–افغان اړیکو ترمنځ د وروستۍ کړکېچ له امله، که څه هم په تېرو درېیو اوونیو کې د سرحد تړل کېدو له کبله سوداګریز فعالیتونه ځنډېدلي دي، خو د کډوالو د بېرته تګ بهیر لا هم د تورخم او چمن په سرحدي لارو روان دی۔



