د بلوچستان حکومت د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آي) ته د نومبر په ۷مه د کوټې ښار کې د جلسې د ترسره کولو اجازه نه ده ورکړې. د سرکاري سرچینو له مخې، دا پرېکړه د امنیتي اندېښنو او د سختې امنیتي وضعیت له امله شوې ده.
انتظامیې په کوټه ښار کې لا له وړاندې دفعه ۱۴۴ نافذه کړې ده، چې له مخې یې د پنځو یا زیاتو کسانو ټولې غونډې او راټولېدنې منع دي. چارواکي وایي، د جدي امنیتي خطرونو له امله هېڅ سیاسي ګوند ته د جلسې اجازه نه شي ورکول کېدای او د هر ډول ناخوښي پېښې د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر سخت شوي دي.
سرکاري سرچینو دا هم څرګنده کړې ده، چې د جلسې په ترڅ کې د افغان اتباعو ګډون به په کلکه منع وي، او که کوم افغان تبعه په غونډه کې ګډون وکړي، نو هغه به سمدستي ونیول شي او د ۲۴ ساعتونو دننه له هېواده وایستل شي (ډیپورټ به شي).
د دې موضوع په اړه امنیتي ادارو یو خبرداری (الرټ) هم خپور کړی دی.



