د ګډو ځواکونو د مشرانو د کمېټې (CJCSC) مشر جنرال ساحر شمشاد مرزا، چې د “نشان امتیاز” او “نشان امتیاز (فوجي)” تمغې یې ترلاسه کړې دي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د برونای دارالسلام له لوړې سیاسي او پوځې مشرۍ سره مهمې لیدنې ترسره کړې دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) د خبر له مخې، جنرال ساحر شمشاد مرزا د برونای دارالسلام له سلطان عالي جاہ سلطان حاجي حسن البولکیا معزالدین ودولاه سره ځانګړې کتنه کړې ده.
د آیاېسپيار په وینا، نوموړي د وزیر اعظم د دفتر له وزیر او د دویم دفاع وزیر یانګ هورمت پهین داتو لیل راجا میجر جنرال (ر) داتو پدوکا سری اواګ حاجي حلبي بن حاجي محمد یوسف، او د شاهي وسلهوالو ځواکونو له قوماندان میجر جنرال داتو پدوکا سری حاجي محمد هشزایمي بن بول حسن سره جلا جلا ملاقاتونه هم کړي دي.
د اعلامیې له مخې، د ګډو ځواکونو مشر د مورا سمندري اډې لیدنه کړې او د شاهي وسلهوالو ځواکونو د دفاعي اکاډمۍ د زدهکوونکو سره یې د بحث او نظر تبادله کړې ده، چې پکې ۱۹ بهرني افسران هم شامل وو.
په دې موقع نوموړي د “په سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د پاکستان رول” تر عنوان لاندې وینا وکړه.
په دې لیدنو کې دواړو لوریو د نړیوال او سیمهییز امنیت د بدلېدونکي وضعیت په اړه مفصل بحث وکړ.
جنرال ساحر شمشاد مرزا د پاکستان او برونای ترمنځ د دوستانه اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د پوځې همکارۍ د لا زیات پراختیا ژمنه یې وکړه.
د آیاېسپيار د معلوماتو له مخې، کله چې جنرال ساحر شمشاد مرزا د برونای شاهي وسلهوالو ځواکونو مرکزي دفتر ته ورسېد، یو منظم پوځې دستې ورته د درناوي ګارد وړاندې کړ.
د برونای سلطان او د دغه هېواد ملکي او پوځې مشرانو د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو د لوړې مسلکي وړتیا، د ترهګرۍ پر ضد د جګړې د بریاوو او قربانیو ستاینه وکړه.



