| به‌روزرسانی دربارهٔ |11:36

په خیبر پښتونخوا کې د کرک پولیسو او د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) د یوې بریالۍ عملیات په ترڅ کې د ناقانونه ډلې یو خطرناک قوماندان وژل شوی او درې پولیس اهلکار ټپیان شوي دي.

دا عملیات د امبیري کلي په سیمه کې د ترهګرو د شتون د معلوماتو تر لاسه کېدو وروسته ترسره شول، چې پکې د پولیسو او ترهګرو ترمنځ نښته شاوخوا څلور تر پنځه ساعته روانه وه.

د کرک مرستیال کمشنر اسد سرور د وینا له مخې، وژل شوی قوماندان نثار حکیم و، چې د ځانمرګو بریدونو او هدفي وژنو په ګڼو پېښو کې ککړ و.

د مقابلې پر مهال درې پولیس اهلکار، اختر حیات (ډي ایس بي انچارج)، کانسټیبل نجيب الله او مجاهد ټپیان شوي دي، چې سمدستي روغتون ته لېږدول شوي دي. چارواکي وایي د دوی حالت د اندېښنې وړ نه دی.

د عملیاتو مشري د کرک د پولیسو مشر ډي پي او شهباز الهي کړې ده.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو لوی مشر ذوالفقار حمید د CTD او پولیسو زړورتیا وستایله او د هغوی مېړانه یې د فخر سرچینه وبلله. هغه د ټپیانو د ژر روغېدو دعا وکړه او د بریالۍ ډلې لپاره یې د ستاینې اسنادو او انعامونو اعلان وکړ.

نور ولولئ