په جنوبي وزيرستان اپر کانيګرم سيمه کښې په پير روخان پبلک سکول کښې د دفاعي ورځې په مناسبت يوه پروقاره دستوره وشوه.
دغه دستوره د سېکيورټي فورسز په مرسته جوړه شوې وه. چې پکې د سيمې وېنګ کمانډر، مشران، استادان او ګڼ شمېر زده کوونکو ګډون وکړو.
د دستوري شروع د قران کريم په تلاوت او نعت شريف سره وشوه. په دې موقع زده کوونکو د دفاعي ورځې او د عید میلادالنبي ﷺ په مناسبت تقريرونه وکړل. جینکو په ملي نغمو کښې له خپل وطن سره خپله مينه څرګنده کړه. په دې دستوره کښې د ونو کرلو يو کیمپين هم شروع شو.
وېنګ کمانډر دستوري ته په وينا کښې د پاک پوځ او د سيمې د خلکو قربانۍ وستايلې. هغه د استادانو او د سکول د انتظاميې د خدمتونو ستاينه وکړه او زده کوونکو ته يې نصيحت وکړو چې خپلې تعليم ته توجه ورکړي.
وېنګ کمانډر اوويل چې زده کوونکي دې ډېر سخت محنت او خواري وکړي. ترڅو چې هغوی د وطن د روښانه راتلونکي معماران جوړ شي.
د دستوري په اخره کښې هغه زده کوونکو ته انعامونه ورکړل شول چا چې ښه کارکردګي ښودلې وه. د شهيدانو د لوړو درجو دپاره دعا وشوه. دا دستوره د امن او د ولس د يووالي ښه مثال وو.