په باجوړ ضلع کښې د امن د بحالۍ دپاره روانو مذاکراتو په لړ کښې یو مهم پرمختګ شوی دی. د ضلعې د ټولو مسلکونو دیني عالمانو په یوه ګډه غونډه کښې د امن د خبرو اترو په پورا توګه ملاتړ او مرستې اعلان وکړو. دا غونډه په ضلع کښې د مخ په زیاتیدونکې بدامنۍ او ترینګلو حالاتو د ختمولو د هڅو په پس منظر کښې شوې وه.
په غونډه کښې د مختلفو دیني ډلو او تنظیمونو استازو ګډون وکړو چې پکښې د وفاق المدارس العربیه پاکستان، د جماعت اشاعت التوحید والسنه، جمیعت علماء اسلام (جې یو آئي)، جماعت اسلامي، اهل حدیث او تبلیغي جماعت شامل وو.
غونډې ته په وینا والو کښې شیخ الحدیث مولانا فضل حق عرف ډبر صاحب، شیخ الحدیث مولانا ذاکر الله، شیخ الحدیث مولانا فضل واحد، مفتي طارق جمیل، د جې یو آئي مولانا طارق، مفتي احسان الحق او شیخ الحدیث مولانا یوسف فاروقي په شمول په لسګونو عالمان شامل وو. وینا والو په اوسني وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړه او د دې مسلې د حل دپاره یې په اتفاق او اتحاد ټینګار وکړو.
شیخ الحدیث مولانا ذاکر الله په خپله وینا کښې وویل چې مونږ د روانو امن خبرو اترو پوره ملاتړ کوو او هغوئ ته د بشپړې مرستې وړاندیز کوو.
په دې موقع یو مهم پرېکړه دا هم وشوه چې د ټولو تنظیمونو نه به یوه ګډه کمیټي جوړولې شي چې د مذاکراتي جرګې د غړو سره به ملاقاتونه کوي. د دې کمیټۍ مقصد به په ګډه مشوره د امن عمل مخ په وړاندې بوتلل او پکښې خپله برخه اخیستل وي.
مفتي طارق جمیل په غونډه کښې دا عزم څرګند کړو چې مونږ د خپل ملک پوره وفاداره او خیرخواه یو. په دې لړ کښې دا پرېکړه هم شوې چې د دې مسلې د حل دپاره به د صوبائي او مرکزي مشرانو سره هم مشورې کولې شي.
دغه غونډه په باجوړ کښې د امن د بحالۍ د هڅو یو مثبت ګام بلل کیږي.