به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان په مرکز واڼا بازار کښې د ګل په ورځ یوې زورورې چاودنې دوه عام کسان شهیدان او ۱۵ نور زخمیان کړل. ځايي سرچینو ویلي دي چې چاودنې د پولیسو ګاډی په نخښه کړی وو چې بم یې موټر ته نیژدې چاودلی دی.

د چاودنې په نتیجه کښې د پولیسو اهلکارو تر څنګ عام خلک هم زخمیان شوي دي. زخمیان سمدستي د واڼا ډی ایچ کیو روغتون ته وړل شوي دي چې پکښې د ګڼو کسانو حالت نازک ښودل کیږي. د چاودنې وروسته پولیس او امنیتي ځواکونو سمدستي سیمه کلابنده کړې او پلټنې یې شروع کړي دي.

خبرکدي ته ورکړل شوي معلوماتو له مخي په شهيدانو کښې سردار حسين چي د روزي خان زوی او د برمل  وچه دانې اوسېدونکی دی او محمد عدنان د محمد رمضان زوی، چې د ډي آئي خان اوسېدونکی دی، شامل دي.

په ژوبلو کښې رحمان د لعل ګل زوی (د وچه خوړې اوسېدونکی)، عمر د مميد خان زوی (د دژه غنډي اوسېدونکی)، ګلاپ د غفور زوی (د وچه خوړې اوسېدونکی)، محمد رحمان د کرنل خان زوی (د وچه خوړې اوسېدونکی)، نيک محمد د قسمت خان زوی (د کژه پنګې اوسېدونکی)، زبير د فضل کريم زوی (د غواخوړې اوسېدونکی)، حفيظ الله د زرداد جان زوی (د منتوئي شکئ اوسېدونکی)، وزيرزاده د قسمت خان زوی (د تانئ اوسېدونکی)، مستو خان د صدر خان زوی (د وچه خوړې اوسېدونکی)، سيد رحمان د تاج محمد زوی (د غلجې اوسېدونکی)، نعمان د الطاف زوی (د ډيره اسماعيل خان اوسېدونکی) او قاسم د منګل خان زوی (د توئې خلې اوسېدونکی) شامل دي.

همدا رنګ د پوليس کانسټيبل زبير د سلام خان زوی (د کاريز کوټ اوسېدونکی) او فریدون د محمد زبير زوی (د ډبکوټ اوسېدونکی) هم ژوبل شوي دي. يو نامعلوم کس هم سخت ژوبل دی.

پولیس او ایف سی (فرنٹیئر کور) زیات شمېر اهلکار د پېښې  ځای ته رسېدلي او امنیت یې نور هم ټینګ کړی دی او د پېښې شواهد راټولوي. چارواکو خلکو ته ویلي چې اوس دې له پېښې ځایه لرې پاتې شي. دا چاودنه په داسې حال کښې شوې چې په سیمه کښې د امنیت د ښه والي هڅې روانې وې. له نورو پلټنو وروسته به د چاودنې اصلیت او د مسؤلینو په اړه حتمي معلومات مخې ته راشي.

نور ولولئ