د نهې (سه شنبې) په شپه په پېښور کښې د ورسک روډ په سیمه کښې د پولیسو په یو برید کښې درې کسان وژل شوي دي. په وژل شویو کښې یو انسپکټر او د هغه دوه ملګري شامل دي.
سي ټي ډي (CTD) ته د ورکړل شوي معلوماتو له مخې انسپکټر او د هغه دوه ملګري په ورسک روډ روان وو چې پرې د موټرسایکلونو سپرو څلورو وسله والو برید وکړ. وسله والو پرې ډزې وکړې چې په پایله کښې یې درې واړه کسان ځای پر ځای ووژل.
د پېښې مقدمه په مېچنې ګېټ تاڼې کښې درج شوې ده. پولیس وايي چې د دې برید تر شا ترهګر وو.
په دې وروستیو کښې تحریک طالبان پاکستان په ځانګړې توګه په پولیسو بریدونه ډېر کړي دي. کوم وخت چي هغه په رخصت هم وي.