پاکستان په ۲۰۲۵ کال کښې د پولیو ۱۹م پېښه راپور کړې. چې د خېبر پښتونخوا د سويلي لکي مروت ضلعي يو پنځه مياشتنی ماشوم په پوليو اخته شوی. د پوليو له منځه وړلو لپاره د روغتيا ملي انسټیټيوټ (NIH) د سيمې لابراتوار له مخې، دا پېښه په سليمانخېل يونين کونسل کښې راپور شوې او په دې صوبه کښې سږ کال دولسمه پېښه ده.
دا نوې پېښه په پاکستان کښې د پوليو دوامداره خطر په ګوته کوي. په ځانګړې توګه په هغو سیمو کښې چې خلک یې ویکسین ته لېوالتیا نه لري. روغتیايي چارواکي په دې ټینګار کوي چې د پوليو ویکسین بیا بیا ورکول د دې ويروس په وړاندې دفاع پیاوړې کوي او دا وايي چې هر هغه ماشوم چې ویکسین شوی نه وي. هغه په خطر کښې دی او کولی شي د ناروغۍ په خپرولو کښې ونډه واخلي. پولیو یوه ډېره ساري او نه علاج کېدونکې ناروغي ده چې د ټول عمر لپاره فلج پېښوي. د خولې پوليو ویکسین (OPV) یې یوازینۍ اغېزمنه ساتنه ده.
د خېبر پښتونخوا سويلي برخه لا هم یوه لویه اندېښنه ده. ځکه چې د لاسرسي محدودیت، د ښځينه ویکسین ورکوونکو کمښت او د کور په کور واکسین کولو کښې عملیاتي ستونزې شتون لري. د ۲۰۲۴ کال له ستمبر میاشتې راهیسې په ټول هېواد کښې د ویکسین کمپاینونه ښه شوي او له ۴۵ مېلیونو ډېر ماشومان ویکسین شوي دي. خو دا ستونزې د ویکسین کولو هڅې له خنډ سره مخ کوي.
د بېړنيو عملياتو ملي مرکز پلان لري چې د ۲۰۲۵ کال له ستمبر څخه تر دسمبر میاشتې پورې به د پوليو ویکسین دوه هېوادني او یو نيمه هېوادنی کمپاین پیل کړي او له دې سره به په هغو ضلعو کښې هم ځانګړي کمپاینونه پیل شي چې ډېر خطر پکې وي.
په پېښور کښې د یوې وروستۍ لوړې کچې غونډې وروسته د خېبر پښتونخوا په سويلي خطرناکو سیمو کښې د ستونزو د حل لپاره یوه نقشه جوړه شوه.
راتلونکی هېوادنی د پوليو ویکسین کمپاین د ستمبر په ۱مه نېټه پیل کېږي. چې په خطرناکو سیمو کښې به د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکو ټولو ماشومانو ویکسین کولو باندې تمرکز کوي. له میندو او پلرونو غوښتنه کېږي چې خپلو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکړي. د پولیو له منځه وړلو لپاره ټولنې باید د ویکسین کولو په هڅو کښې مرسته وکړي او د غلطو معلوماتو مخه ونیسي.