امریکه شاید راتلونکې هفتو کښی یو نوی سفري بند ولګوي، چې پاکستانیان او افغانان به هم اغېزمن کړي. لا تر اوسه امریکايي حکومت لا رسمي تایید نه دی کړی، خو دی خبر ډېرې اندېښنې ښودلی دي.
دا بند د ټرمپ د پخوانیو بندیزونو په څېر دی، چې پر ځینو مسلمانو هېوادونو یې لګولي وو. دا ځل د ملي امنیت او د خلکو د څېړنې له امله لګول کیږي او زرګونه پاکستانیان به اغېزمن کړي، چې د زده کړې، کار او کورنیو تعلق لپاره امریکا ته ځي.
دا بند به د پاکستان اقتصاد ته هم زیان ورسوي، ځکه هغه پیسې چې پاکستانیان له امریکا څخه کورنۍ ته لیږي کمې شي.
افغانستان هم په دې بند کښې شامل دی. دا بند به د افغان کډوالو لپاره نورې ستونزې هم پیدا کړي، ځکه ډېر افغانان په امریکا کښې د اوسېدو په تمه دي.
زرګونه افغانان، چې د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره مرسته کړې وه، په بېلابېلو هېوادونو کښې بند پاتې دي، چې شاوخوا ۲۰ زره په پاکستان کښې دي. دا بند به د دوی د اوسېدو مراحل وځنډوي او دوی به په خطرناکو حالاتو کښې پرېږدي.
لا تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي، چې هغه افغانان به هم اغېزمن شي، چې سخت مشکلات یې تېر کړې دي. د افغانانو د بیا مېشتېدنې دفتر (کوآرډینیټر فار افغان ریلوکیشن ایفرټس آفس) بندېدل به ستونزه نوره هم زیاته کړي.
په ۲۰۱۸ کال کښې ټرمپ پر اوو مسلمانو هېوادونو بندیز لګولی و، چې ډېرې نیوکې یې ښودلی وی، خو د امریکا سترې محکمې تایید کړ. خو بایډن په ۲۰۲۱ کال کښې هغه بندیز ختم کړ.