به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

د خیبر پښتونخوا قبائیلي ضلعې مہمند په شیخ بابا غونډۍ (سر) سیمه کې د پاکستان او افغانستان په پوله امنیتي ځواکونو د بدامنو لخوا د ننوتلو یوه هڅه ناکامه کړې ده.

​ځایی سرچینو ویلي چې پاکستاني سیمې ته د ننوتلو په هڅه کې بدامنو د امنیتي ځواکونو سره مخامخ شول، چې دوی یې مخه ونیوله. په دې وخت کې امنیتي ځواکونو د درنو وسلو سره ډزې وکړې.  چې په نتیجه کې یې بدامن په شا تګ ته مجبور شول.

​د دې پیښې وروسته په سیمه کې د امنیتي ځواکونو لخوا یو غټ تلاشي اپریشن روان دي ترڅو د هرې بلې هڅې مخه ونیول شي او سیمه به په مکمله توګه محفوظه شي.

​امنیتي چارواکو ویلي چې په پوله امنیت ساتلی شوی دی او د هر ډول خراب حالاتو سره د مقابلې لپاره مکمله تیاری شتون لري.

نور ولولئ