پاکستانۍ مشهوره سندرغاړې قراة العین بلوچ په سکردو کې په دیوسائی ملي پارک کې په یوې خواشینوونکې پېښه کې د یوه یږ په برید کې سخته ټپي شوې ده. هغه سمدستي د سکردو سیمه ایز روغتون ته وړل شوې ده. په روغتون کي یې درملنه روانه ده.
دا پېښه هغه مهال وشوه. کله چې سندرغاړې له خپلو ملګرو سره د “بڑا پانی” کېمپ کې وه. ناڅاپه یوه نصواري رنګه یږ پرې برید وکړو. د سترګو لیدلو شاهدانو په وینا برید ډیر ناڅاپي او سخت و. خو په نژدې سیمه کې شته سیمه ایزو خلکو په وخت لاسوهنه وکړه او د هغې ژوند یې وژغوره. چې له کبله یې یږ وتښتېده.
د پېښې له خبر وروسته د ځنګلي ژوند څانګې او سکردو پولیسو سمدستي اقدام وکړ او ټپي سندرغاړې یې روغتون ته ورسوله. ډاکتران وایي چي د قراة العین بلوچ په دواړو لاسونو د منګولو او غاښونو ژورې ټپونه دي. د هغې د حالت په پام کې نیولو سره هغه په بیړني وارډ کې ساتل شوې او درملنه یې کیږي.
له دې پېښې وروسته د ځنګلي ژوند څانګې اعلان کړی. چې په دیوسائی ملي پارک کې به د سیلانیانو او سیمه ایزو خلکو د خوندیتوب لپاره نور هم امنیتي تدابیر سخت کړي.