د پاکستان په پنجاب صوبه کې د سېلابونو د لوړې کچې خبرداری جاري شوی دي. د پنجاب پي ډي اېم اې د سېلابونو په اړه وروسته له هغې خبرداری ورکړی. چې په لویو سیندونو کې د اوبو کچه ډېره زیاته شوې ده.
د چناب په سیند کې د اوبو کچه ډېره لوړه شوې ده. د ماراله هډورکس په ځای کې د اوبو بهېدنه ۱۱۷,۰۰۰ کیوسک ده. په داسې حال کې چې په خانکي هډورکس کې ۲۴۸,۰۰۰ کیوسک ده. په دې سیند کې د اوبو بهېدنه په قادرآباد هډورکس کې ۳۸۵,۰۰۰ کیوسک او په چنیوټ پل باندې ۵۵۴,۰۰۰ کیوسک ته رسېدلې ده. دا وضعیت لا هم خرابوي. په ټریمو هډورکس کې هم د اوبو بهېدنه ۲۳۹,۰۰۰ کیوسک ښودل شوې ده
د راوي په سیند کې هم د اوبو کچه لوړه شوې ده. د جسر په ځای کې ۸۰,۰۰۰ کیوسک، په راوي سیفون کې ۱۱۰,۰۰۰ کیوسک او په شاه دره کې ۱۰۸,۰۰۰ کیوسک اوبه اندازه شوې دي. د بالوکي هډورکس څخه د ۱۳۸,۰۰۰ کیوسک اوبو بهېدنه رپوټ شوې ده.
د ستلج سیند هم تر خطر لاندې دی. په ګنډا سنګ واله کې د اوبو بهېدنه ۳۱۹,۰۰۰ کیوسک، په اسلام هډورکس کې ۱۰۲,۰۰۰ کیوسک او په پنجند هډورکس کې ۲۲۴,۰۰۰ کیوسک ته رسېدلې ده.
پي ډي اېم اې په دې حالت نظر ساتي او له خلکو غواړي چې هوښیار پاتې شي او د حکومت له لوري ورکړل شویو لارښوونو ته غوږ ونیسي.