د کوهاټ په لاچي نادر بانډه سیمه کې د پولیسو او ترهګرو ترمنځ سخته نښته شوې. چې له امله یې د پولیسو یو سب انسپکټر او یو کانسټبل شهیدان شوي دي.
پولیس وایي چې د ترهګرو سره په ډزو کې سب انسپکټر طاهر نواز او د ایلیټ فورس کانسټبل محمد علي خپل ژوند له لاسه ورکړی او شهیدان شوي دي.
د پولیسو له لوري ویل شوي چې له تېرې شپې راهیسې په سیمه کې اپریشن روان دي او درنه پولیسي قوه هم ځای پر ځای شوې ده. د ډزو له امله په د سیمې په خلکو کې ویره خپره شوې ده.
دا یادونه هم شوې ده چې پرون هم د کرک پولیس دوه کانسټبلان په دغه قسم نښته کې ژوبل شوي وو. په سیمه کي د سیکیورټی حالات د ډیر وخت نه خراب دي. پولیس او د ترهګری پر ضد اداری د ترهګری ختمولو لپاره په سیمه کي اپریشنونه جاری ساتلی دي.