به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

په لکي مروت کښې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې څانګې (سي ټي ډي) بنو له ځايي پوليسو سره په ګډه عملیاتو کښې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ټيپو ګل ډلې ۳ مهم ترهګر ووژل.
دا عملیات د حرامہ تاله کلي ته نږدې د بټني نهر پر کچي سړک شوي چې شاوخوا ۲۵ دقیقې يې دوام وکړ. وژل شوي ترهګر وسیم الله عرف عمر خطاب د سميع الله زوی، د ګنډي خان خېلو اوسېدونکی؛ قدرت الله عرف ابو بکر د رحمت الله زوی، د ګنډي خان خېلو اوسېدونکی او هجرت الله عرف هجرت د شاه مير زوی د لکي مروت ضلعي د حرام تاله ګمبيلې اوسېدونکی پېژندل شوي دي.
د پولیسو ویاند په وینا وژل شوي ترهګر د سي ټي ډي اهلکار وحید الله، ټرافیک کانسټېبل انور شېر او کانسټېبل ادریس په نښه کولو کښې لاس درلود. پر دې سربېره دغه ترهګر د سي ټي ډي بنو ته د چاودېدونکو توکو (IED) په چاودنو، پر پولیسو په بریدونو او نورو جدي جرمونو کښې مطلوب وو. دا بریالی عملیات د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کښې یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي

Author

نور ولولئ