د ځایی ذرایع په وینا د سه شنبې په ورځ د کرم ایجنسۍ په پاړاچنار کښې د جګړې ځپلو سیمو لپاره د مرستو وړونکو یو لوی کاروان ورسېد.
په دې ۲۲۵ موټرو کاروان کښې ضروری خوراکي چیزونه او د تېل شامل وو.
دا مرستې د جنورۍ په میاشت کښې د جرګې له خوا د سولې تړون وروسته په سیمه کښې د سولې د ټینګښت لپاره د روانو کوششونو برخه ده.
د دې تړون له مخې بنکرونه ختم شوي دی او خندقونه ډک شوي دی . دا د پایدارۍ او معمول حالت د راوړلو لپاره یو مهم عنصر دی. ځایی ذرایع وايي چې د دې عمل په ترڅ کښې تر اوسه ۲۷۲ بنکرونه ختم کړی شوي دي.
د سولې په تړون کښې د وسله والو ډلو له خوا حکومت ته د وسلو او مهماتو ورکول هم شامل دي. دا طریقه هم سروع شوې ده او تر ۱۰۰ ډېر شکمن وسله وال نیول شوي دي.
کرم له څلورو میاشتو راهیسې د شیعه او سني قبایلو ترمنځ په تاوتریخوالي کښې ښکښیل شوی دی. له سلګونو کسانو د وژل کیدو او د ضلعی له هیواد څخه د پرې کیدو وروسته، حکومت په پای کښې د یوې لویې جرګې له لارې د جنګیدونکو ډلو ترمنځ د سولې معاهده دستخط کړه.
خو بیا هم سوله نازکه ثابته شوې ده او له معاهدی وروسته څو ځله ماته شوې ده. په ډیرو موقعو د تل پاړاچنار په لویه لار د مرستو کاروانونه د بریدونو سره مخامخ شوي دي. اوس هم مرستې په منظمه طریقه سیمې ته رسولی کیږی.