د سه شنبې په ورځ د بنو کینټ د ننوتلو پوستټ نږدې دوو ځانمرګو بریدونو کښې ۱۱ عام وګړي مړه او دېرش نور ټپیان شول.
په مړو شویو کښې څلور ښځې او یو ماشوم هم شامل دي. له سیمې څخه په ترلاسه شویو ویډیوګانو کښې د لوګي وریځی لیدل کیږي او د درنو ډزو غږونه اوریدل کیږي. د بم چاودنو له امله ډیر کورونه او یو جومات هم زیانمن شوي دي.
ځایی سرچینو په وینا، برید هغه وخت وشو کله چې خلکو د روژې ماتولو سمدستي وروسته په جومات کښې د ماښام لمونځ کاوه.
په ټولنیزو رسنیو کښې په خپره شوې یوې ویډیو کښې یوه اوسیدونکي وویل چې دا ظلم د روژې په مقدسه میاشت کښې کیږي. مونږ د خپلو کورنیو غړي له کنډوالو څخه راوباسو او دا ډول تړون له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري.
د حافظ ګل بهادر سره تړلې جیش الفرسان ډلې په یوه اعلامیه کښې د برید ذمه واری منلی او ویلي یې دي چې په چاودنه کښې یې له چاودیدونکو توکو ډک دوه موټرونه استعمال کړی دي.
دې ډلې پرون د جیش الفرسان تر نامه لاندې د الحمزه ځانمرګي سکواډ یوه ویډیو خپره کړه. دوی وروستي بریدونه د “د لال مسجد انتقام” په توګه یاد کړل.
دې ډلې څو ورځې مخکې اعلان کړی و چې د الیاس کشمیری ۳۱۳ لوا او د القاعدې د برصغیر څو غړي د دوی له ډلې سره یوځای شوي دي. د دې خبر تر خپریدو پورې د بریدګرو کره شمیره معلومه نه وه.