| به‌روزرسانی دربارهٔ |10:46

پاکستان او کاناډا د کینولا د وارداتو د بندیز د لرې کولو په تړاو یو ګډ اعلان کړی دی، چې له مخې یې دواړه هېوادونه د متقابلو لومړیتوبونو د پیاوړتیا، د دولتي او خصوصي سکتورونو د اړیکو د لا غښتلتیا او د ستراتیژیکو همکاریو د نویو فرصتونو د لټون هوډ لري۔

په ګډ بیان کې ویل شوي، دواړه هېوادونه ژمن دي چې د دوه اړخیزې او نړیوالې سولې، هوساینې او هر اړخیزې ودې د پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي۔

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا آنند دغه ګډ بیان د ټولنیز شبکې “ایکس” (X) له لارې خپور کړی۔ د کاناډا د پارلمان غړي روب اولیفینټ تایید کړه چې دواړه حکومتونه د کاناډایي کینولا د صادراتو د اسانتیا په اړه سلا شوي، چې دا به د دواړو لوریو په ګټه وي۔

د پارلمان بل غړي، شفاقت علي، د کینولا سوداګرۍ بیا پیل د دواړو هېوادونو لپاره “ښه خبر” وباله۔ تېرې اونۍ د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ په خبرو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا په اړه بحث شوی و، چې وزیرې آنند د پاکستان له حکومت څخه د دې لپاره مننه کړې وه چې د کاناډایي کینولا د وارداتو لپاره یې بازار ته د لاسرسي اجازه ورکړه۔

وزیرې آنند وروسته په “ایکس” (X) کې څرګنده کړه چې د هغې د دیپلوماتیکو هڅو په پایله کې پاکستان د کاناډایي کینولا د وارداتو بندیز لرې کړی، چې له دې سره د کاناډایي تولیدوونکو لپاره یو مهم بازار بېرته پرانیستل شو، او له دې پرېکړې وروسته سملاسي د وارداتو فرمایشونه هم ورکړل شول۔

نور ولولئ