د پاکستان سره د پوځي نښتې وروسته هند پلان لري چې د ۲۳۴ میلیونو ډالرو (۲۰ میلیارده هندي روپیو) په نوې هڅوونکي پروګرام سره د ډرون جوړولو کورني ظرفیتونه د پام وړ لوړ کړي. دا معلومات رویټرز ته دریو سرچینو ورکړي دي.
دې درې کلن نوښت موخه دا ده چې د وارداتي ډرون پرزو د هند انحصار کم شي او د پاکستان د مخ پر ودې ډرون پروګرام سره مقابله وکړي. چې ویل کیږي د چین او ترکیې ملاتړ ورسره دی.
د رویټرز د خبر له مخې دا پروګرام به د ډرون، پرزو، سافټویر، د ډرون ضد سیسټمونو او اړوندو خدماتو تولید تمویل کړي. دا د ۲۰۲۱ کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی دی. کله چې یو کوچنی هڅوونکی سکیم پیل شوی و. که څه هم د هند د ملکي هوانوردۍ وزارت دا هڅه کوي. خو نه دغه وزارت او نه هم دفاع وزارت د رویټرز د نظر غوښتنې ته ځواب ورکړی دی.
دا نښته چې د پهلګام برید له امله رامنځته شوه او هند یې پړه پر پاکستان واچوله. د دواړو ایټمي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ د هوایي بریدونو او توغندیو تبادلې لړۍ پکې شامله وه. دا کړکیچ چې بالاخره د امریکا په منځګړیتوب ودرول شو.په عصري جګړه کښې د ډرونونو مخ پر زیاتیدونکي اهمیت په ګوته کړ. چې له امله یې هند کورني تولید ته بیا کتنه وکړه.
د هند د دفاع وزیر راجیش کمار سینګ په دې وروستیو کښې د یو قوي کورني ډرون جوړولو ایکوسیسټم ګړندي پراختیا په اړتیا ټینګار وکړ او په جګړه کښې یې د ډرون او لوټرینګ مهماتو پراخه کارونې یادونه وکړه. په داسې حال کښې چې هند پخوا په عمده توګه له اسراییلو څخه نظامي ډرون واردول. نوې پروګرام موخه لري چې د ۲۰۲۸ مالي کال تر پایه پورې د کورني تولید شوي کلیدي پرزو تناسب لږترلږه ۴۰ سلنې ته لوړ کړي. په دې نوښت کښې به د هغو تولیدوونکو لپاره هڅونې شاملې وي چې پرزې له هند څخه اخلي او د هند د کوچنیو صنعتونو پراختیا بانک به د کم سود پورونو له لارې مالي ملاتړ چمتو کړي. دغه هېواد د ډرون پر وارداتو بندیز لګولی خو د پرزو وارداتو ته اجازه ورکوي.