به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د تورخم په پوله د یکشنبې په شپه د پاکستاني او افغان طالبانو تر منځ سخته ډزې وشوې، چې په نتیجه کښې یې یو کس مړ او لږ تر لږه اته تنه ټپیان شول، چې شپږ یې پاکستاني عسکر وو.

دا سخته جګړه، چې د شپې شاوخوا دولس بجې پیل شوه او تر شاوخوا یوولس بجو پورې یې دوام جاری وه. سلګونه ملکي وګړي یې مجتور کړل چې په باچا مینه استوګنیزه سیمه کښې خپل کورونه پرېږدي او د ریل ګاډی ټنل او په لنډي کوتل کښې خوندي ځایونو ته پناه یوسي.

راپورونو له مخې، دواړو خواوو په پیل کښې سپکې وسلې استعمال کړی. خو وروسته یې درنو وسلو لکه توپونو ته پراختیا ورکړه. له امله یې څو ودانۍ زیانمنې شوې.

سیمې اوسیدونکو د ګډوډۍ او وحشت صحنې بیان کړې کله چې دوی د ډزو څخه د خلاصون لپاره منډې وهلې. د باچا مینې د اوسیدونکو په وینا، ډیری یې حتی د سهار نهاري هم نشو خوړلی.

یوه بل اوسیدونکي د تیښتې په وخت کښې د موټرو ټکرونه راپور کړل او تایید یې کړه چې څو کورونه د مرمیو او د هاوان د ټوټو له امله لږ زیانمن شوي دي. هغه دا هم وویل چې دوه اوسیدونکي د ټوټو له امله لږ ټپیان شوي او یو ټکسي چلوونکی د سیمې څخه د تیښتې پر مهال د زړه حملې له امله مړ شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په نښته کښې دوه افغان سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

وضعیت لا هم ترینګلی دی، د دواړو هیوادونو ځواکونه خپل ځایونه ساتي. د خیبر قبایلي مشرانو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانو سرحدي شخړو د تلپاتې حل لپاره د منځګړیتوب وړاندیز کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د سیمې له تجربې او پوهې څخه په استفادې سره تاوتریخوالی کم کړي.

د تورخم پوله د جمعې له شپې راهیسې وروسته له هغه وتړل شوه چې افغان چارواکو د پولې په صفري نقطه کښې د پوسټ د جوړولو هڅه وکړه. کله چې پاکستاني ځواکونو د جوړولو مخه ونیوله، افغان ځواکونو ځایونه ونیول، چې له امله یې پاکستاني ځواکونو پوله بنده کړله.

نور ولولئ