د روسیې مرکزي امنیتي ادارې (FSB) نن اعلان وکړ چې یو شکمن یې وژلی دی چې په ماسکو کښې د میټرو بس سټیشن او یهودي مذهبي ځای باندې د ترهګریزو بریدونو پلان یې کولو.
دغه شکمن چې شناخت یې لا نه دی چرګند شوی، د راپورونو له مخې د اسلامي دولت خراسان ولایت (ISKP) سره تړاو او د بریدونو له ترسره کولو وروسته یې پلان کولو چې افغانستان ته وتښتي او له دې ډلې سره یوځای شي.
د FSB په وینا د شکمن د نیولو هڅه د یوې نښتې په وجه وشوه، چې د هغه د وژل کیدو سبب شوه.
چارواکو په پلټنه کښې یوه کتابچه موندلې چې د لرې فاصله چاودنو او د موبایل تلیفونونو د استعمالولو په اړه معلومات ورکوي
دا کتابچه د پرو-IS الساقري سره تړاو لري، دا هغه ډله ده چې د بم جوړولو لارښودونو لپاره یادول کیږی.
ISKP په افغانستان کښې، په ځانګړې توګه د هیواد په شمالي ولایتونو کښې په چټکۍ سره د یو ګواښ په توګه راڅرګند شوی دی. یوازې سږ کال، ISKP د کابل بانک په څانګه برید وکړ چې ۲۱ کسان یې ووژل، او همدارنګه د افغانستان د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت په دفتر یی برید وکړ.
طالبان حکومت د ISKP پر وړاندې جګړې ته د سرچینو په لګولو ته دوام ورکوي. لکه څنګه چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۱ کښې د وتلو پر مهال پاتې شوي وسلو غوښتنه وکړه، طالبانو ځواب ورکړ چې د ISKP سره د مبارزې لپاره نورو وسلو ته ضرورت دی.