به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

 په قلات کښې د فرنټیر کور (FC) په کاروان باندې د بمي برید له امله یو پوځی شهید او څلور نور ټپیان شول.

د راپورونو له مخې، دا برید د یوې ښځې لخوا ځانمرګی برید و. مرستیال کمیشنر بلال شبیر NNI ته وویل چې د برید هدف د FC د یوې ډلی قوماندان و او محفوظ پاتې شو.

بندیز لګول شوي بلوچ لیبریشن آرمي د دې برید ذمه واری په غاړه اخیستی ده.

د چارواکو په وینا په کاروان برید د مغلزۍ په سیمه کښې  هغه وخت وشو کله چی دوی په قلات کښی  د ایف سی قلعه څخه نږدې میس ته روان و،. د کاروان یو موټر سخت زیانمن شو، خو نور موټرونه محفوظ پاتې وی.

پولیس او نورو چارواکو سمدلاسه سیمې ته ورسیدل او سیمه یې محاصره کړه. مړی او ټپیان نږدې روغتونونو ته ولیږدول شول.

شهید شوی پوځی لانس نایک عطاالله پیژندل شوی دی. په ټپیانو کښې سپاهیان وکیل، زاید، عباس او مشتاق شامل دي. ویل کیږي چې د ټپیانو څخه د یو تن حالت نازک دی.

د بلوچستان  وزیر اعلی سرفراز بګټي او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا برید غندلی دی. نقوي د شهید شوي پوځی له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړه او د ټپي پوځی لپاره یې د غوره روغتیایی پاملرنې ژمنه وکړه.

د پاکستان انسټیټیوټ آف کنفلیکټ اینډ سیکیوریټی سټډیز (PICSS) د یو وروستي راپور له مخې، د فرورۍ په میاشت کښې د ترهګریزو بریدونو شمېر د مخکینۍ میاشتې په پرتله زیات شوی دی. په ټولیز ډول ۷۴ بریدونو کښې ۳۵ پوځیان او ۲۰ عام خلک ووژل شوی دی.

له دې جملې څخه ۲۴ ترهګریز بریدونه په بلوچستان کښې ترسره شول چې له امله یې ۱۷ کسان ووژل شول چې ۱۱ یې امنیتي چارواکي او ۶ عام خلک وو.

نور ولولئ