به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د خېبر پښتونخوا په ضلع خیبر کې د تورخم سرحدي لاره د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره ډېره ګڼه ګوڼه ده. د ستنېدو دا عمل ډېر چټک شوی دی.

​د خېبر پښتونخوا د کورنیو چارو او قبایلي چارو صوبايي محکمې لخوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې د اګست له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې ټول ۱۳۳،۲۷۰ افغان وګړي افغانستان ته ستانه شوي دي. چې پي او آر (POR) کارډونه یې لرل.

د کورنیو چارو محکمې ویلي چې یوازې تېره ورځ ۱،۲۷۷ پي او آر کارډ لرونکي افغان وګړي د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه شول. د دې نه علاوه ۱۷۷ افغان وګړي چې ‘اې سي سي’ (ACC) کارډونه یې لرل هم بېرته تللي دي. د محکمې په وینا، ۴۷۳ افغان وګړي چې هېڅ سفري اسناد یې نه لرل، له ملکه وتلي دي.

​د کورنیو چارو محکمې په ټولو شمېرو کې ویلي چې د اګست له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې په مجموعي توګه ۱۳۳،۲۷۰ پي او آر کارډ لرونکي افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي. او د اې سي سي کارډ لرونکو افغانانو ټول شمېر ۵۲،۵۸۸ دی چې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

نور ولولئ