د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) په یوه بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان په شېراني ضلع کې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد یو بریالی عملیات ترسره کړی دی. چې په پایله کې یې د هند په ملاتړ اووه (۷) ترهګر وژل شوي دي.
بیان وايي چې د اکتوبر په لومړۍ نېټه ۲۰۲۵، امنیتي ځواکونو ته د هند د ایجنټې ډلې فتنہ الخوارج اړوند ترهګرو د شتون پټ معلومات ورکړل شوی و. چې له مخې یې عملیات پیل شول.
د آی ایس پي آر په وینا په عملیاتو کې پاک پوځ د ترهګرو پر مرکز اغیزمن برید وکړو. چې وروسته یې سخته ډزې تبادله وشوه. په دې ډزو کې اووه ترهګر ووژل شول. آی ایس پي آر زیاته کړه چې وژل شوي ترهګر په سیمه کې په ګڼو تخریبکارو او ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وو.
په بیان کې راغلي چې د وژل شویو ترهګرو له قبضې څخه لویه اندازه وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
آی ایس پي آر وویل چي په سیمه کې د نورو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره د تصفیې عملیات (Clearance Operation) اوس هم روان دي.
امنیتي ځواکونو یو ځل بیا ژمنه کړې ده چې دوی به له هېواده د هند په ملاتړ د ترهګرۍ دا بدمرغي له بېخه وباسي او دا ملت د ترهګرۍ مرتکبین عدالت ته راکاږي.