د خېبر پښتونخوا د کرم ضلعې په لوئر کرم سیمه کې په مسافرو موټر د ډزو نه پس پولیس او امنیتي ادارو د ترهګرو خلاف یو لوی اپریشن شروع کړي دي. د کوهاټ د ریجنل پولیس افسر (آر پي او) عباس مجید مروت ویلي چې دا اپریشن د لوئر کرم په محوره او احمد خان کلي سیمو کې روان دي.
په دې خواشینوونکې پېښه کې په یوه مسافر وړونکي موټر د ډزو له امله شپږ مسافر شهیدان شوي وو. آر پي او کوهاټ ویلي چې ترهګر به په هېڅ صورت کې پرې نه ښودل شي او هېچا ته به د سیمې د امنیت د خرابولو اجازت نه ورکړل شي.
تر دې دمه په دی اپریشن کې ۱۲ شکمن کسان او ترهګر نیول شوي او ډېره اندازه وسلې ترې ترلاسه شوي دي. پولیس او امنیتي ځواکونه په سیمه کې کور په کور پلټنې کوي او د ترهګرو د پټنځایونو لټون هم روان دی.
د دې اپریشن مشري خپله آر پي او کوهاټ او ډي پي او کرم کوي. د تلاشۍ اپریشن اوس هم روان دي.
په کرم ضلع کې د تېر کال راهیسې امن او امان خراب دی. د قبایلي او فرقه یي شخړو له امله تر دې دمه په سلګونو کسان مړه شوي دي.
د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې هغه وخت د کوهاټ په سیمه کې د حکومت او ځایي مشرانو ترمنځ یو امن تړون لاسلیک شو کله چې په کرم ضلع کې فرقه یي تاوتریخوالی زیات شوی و. په دې تړون کې پر ډېرو مهمو خبرو فیصله وشوه. چې پکې د بې جوازه او درنو وسلو راټولول، د شخړو د بنکرونو نړول، د لویو لارو خوندي کول او پر هغو د خنډونو نه جوړول شامل دي. د دې تړون له مخې به هېڅوک له کوره بهر وړې وسلې نه ګرځوي او ټولې شخړې به په سوله ییزو خبرو اترو حل کېږي.
د دې تړون بنسټ د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۱مه د لوئر کرم په بګن سیمه کې له هغه برید وروسته کېښودل شو چې پکې له ۴۱ زیات کسان ووژل شول. له دې پېښې وروسته یوه لویه جرګه جوړه شوه چې د امن د تړون لپاره یې لار هواره کړه. د امن د هڅو په وړاندې ځینو شرخوښونکو خنډونه رامنځته کړل. لکه د ډپټي کمشنر باندې د ډزو پېښه، خو انتظامیه باور لري چې په دې حالاتو به قابو مومي او په تړون به په مکمله توګه عمل کوي. دا اقدامات په سیمه کې د بشپړ ثبات لپاره یو مثبت ګام بلل کېږي. خو د دې لپاره د دواړو خواوو بشپړه مرسته او د شرخوښونکو خلاف به اپریشن جاری وساتلی شی.