به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

په کوزه کرم (لوئر کرم) ضلع کې نامعلومو کسانو په ډزو شپږ کسان وژلي دي. پولیس وایي چی دا پېښه پر مرکزي ټل پاړاچنار سړک د مسافرو پر یو ګاډي شوې ده.


​د پولیسو په وینا دغه ګاډی له دړادار سیمې صدې ته روان و چې پرې ډزې وشوې. د پېښې سمدستي وروسته پولیس سیمې ته ورسېدل او پلټنې یې پیل کړې.
​د ځايي سرچینو په وینا وژل شوي ټول شپږ کسان د اهل سنت ورورولۍ پورې تړلي وو. د دوی مړي د صدې روغتون ته وړل شوي دي.

نور ولولئ