به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

تېره شپه د بنو په فتح خیل لېړه پل باندې د پولیسو پر یوه چیک پوسټ د ترهګرو په حمله کښې یو پولیس عسکر شهید شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو ویاند وایي چې د پولیسو په ځوابي ډزو کښې درې ترهګر وژل شوي دي. په دې نښته کښې یو پولیس، چې نوم یې روخنیاز وو، شهید شو او درې نور پولیس ټپیان شول.

د پېښې سمدستي وروسته د بنو د پولیسو مشر سلیم عباس کلاچي په مشرۍ په سیمه کښې د لټون عملیات پیل شوي دي ترڅو نور ترهګر پیدا کړي.

د پولیسو سرچینو ویلي ترهګرو د شپې شاوخوا ۲:۳۰ بجې په پولیسو برید وکړ. چې په ترڅ کښې یې د پولیسو او ترهګرو ترمنځ سخته نښته پیل شوه. د پولیسو په ځوابي ډزو کې درې ترهګر وژل شوي دي.
د ډزو په دې تبادله کښې د روخنیاز په نوم یو پولیس عسکر په شهادت ورسېد او درې نور پولیس ټپیان شول. ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې سمدستي وروسته د بنو د پولیسو مشر سلیم عباس کلاچي په مشرۍ امنیتي ځواکونو په سیمه کښې د لټون عملیات پیل کړي ترڅو د نورو ترهګرو د شتون مخه ونیسي. د پولیسو ویاند ویلي چې په سیمه کښې لټون دوام لري.

نور ولولئ