د باجوړ د خونړۍ چاودنې د څېړنې راپور چې پنځه کسان پکې وژل شوي وو. د اسلامي دولت خراسان (داعش) او تحریک طالبان پاکستان (TTP) ترمنځ د احتمالي همکارۍ نښې څرګندوي.
د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) د چهار شنبې ورځې د باجوړ د چاودنې په اړه خپل راپور بشپړ کړی دی. راپور ښیې چې څېړونکو د چاودنې له ځایه د موټرسایکل ټوټې، د چاودیدونکي پاتې شوي توکي او د وینې نمونې ترلاسه کړې دي. CTD د لاسي جوړ شوي بم (IED) د ټوټو موندل هم تایید کړي دي.
د CTD راپور په ډاګه کوي چې د اسلامي دولت عراق او شام (داعش) د رسنیو څانګې، اعماق خبري اېجنسۍ د برید مسوولیت منلی دی. په ورته وخت کښې له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړلو اکاونټونو هم په دغه برید کښې د لاس لرلو ادعا کړې ده. CTD اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا پېښه ښایي د داعش او TTP ترمنځ احتمالي همکاري یا د برید د مسوولیت منلو لپاره سیالي په ګوته کړي.
راپور اوه شکمن ترهګر هم په ګوته کړي چې په چاودنه کښې ښکېل وو. د چهار شنبې ورځې چاودنې درې کسان ووژل چې اسسټنټ کمشنر او تحصیلدار هم پکې شامل وو. د پېښې په اړه لومړي راپور (FIR) ویلي وو چې په چاودنه کښې کارول شوی IED په موټرسایکل پورې نښلول شوی و.