به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د جولای له پنځمې نېټې څخه په پنجاب کښې د سختو بارانونو له امله اندېښنې زیاتې شوې دي. د پنجاب   (PDMA) خبرداری ورکړی چې د ټولو سیندونو او غرنیو سیمو د اوبو کچه به لوړه شي.

پي ډي ایم اي په خپل راپور کښې په ډېره غازي خان کښې د ناڅاپي سېلابونو او په لاهور په ګډون په لویو ښارونو کښې د ښاري سېلابونو خطر زیات بللی دی. د PDMA مشر عرفان علي کاتیا ټولو مرستیال کمشنرانو او افتونو ته د ځواب ویلو ټیمونو ته لارښوونه کړې چې په بشپړ ډول چمتو وي.

د ولایتي کنټرول روم ۲۴ ساعته فعال دی او د ریسکیو ۱۱۲۲ په څېر بیړني خدمات هم چمتو دي.

کروندګرو ته مشوره ورکړل شوې چې احتیاطي تدابیر ونیسي او سیلانیانو ته ویل شوي چې له خطرناکو لارو، په ځانګړي توګه په مري او ګلیات کښې چې د ځمکې ښویېدو خطر پکې ډېر دی. له هغي ئي ډډه وکړي. PDMA خبرداری ورکوي چې په کمزورو ودانیو کښې پاتې کېدل، سېلابي اوبو ته نږدې کېدل او د هوا پېژندنې مشورو له پامه غورځول خطرناک دي.

دغې ادارې په ځانګړي ډول د برېښنا، چتونو غورځېدو او په راټولو شویو اوبو کښې د ماشومانو خطر په ګوته کړی دی.

د جولای له ۵مې څخه تر ۱۰مې پورې په پنجاب کښې د مونسون بارانونو شدت زیاتېدو اټکل شوی. چې په ډیرو ضلعو کښې به درنې او ډېرې درنې اورښتونه وشي. د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې د مونسون قوي جریان به د لوېدیځې څپې سره یوځای پراخ بارانونه، باد او تندر رامنځته کړي. چې تر ټولو ډېر اورښت به په راولپنډۍ، لاهور، ګوجرانواله، فیصل آباد او سرګودها کښې وي. په لویو ښارونو کښې ټیټې سیمې او په ډېره غازي خان او شمال ختیځ پنجاب کښې غرني سیندونه له سېلابونو سره مخ دي.

د ملي بیړنیو عملیاتو مرکز (NEOC) هم د جولای تر ۸مې پورې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کښې د هوا پر بنسټ څو اخطارونه ورکړي. چې د ناڅاپي سېلابونو، د یخ سیند د جهیلونو (GLOFs) او ښاري سېلابونو د خطر زیاتوالی ښیې.

NEOC په ټول هېواد کښې په ځانګړې توګه په نوښار کښې د کابل سیند د اوبو د کچې لوړېدو اټکل کوي. تر بېلا بند ته د اوبو راتګ کیدای شي د سېلاب ټیټې کچې ته ورسیږی.

د ګلګت بلتستان او خیبر پښتونخوا په سیمو کښې هم د لوړې تودوخې له امله د ګلیشیرونو او واورو ویلې کیدو له کبله د GLOFs او ځمکې ښویېدو خطر زیات شوی دی. د ملي افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې خلکو ته ویلي چې احتیاطي تدابیر ونیسي.

Author

نور ولولئ