د هندو مذهب یو میاشتنی زیارت چې امرناټ یاترا نومېږي نن (پنجشنبه) د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې پیل شو. دې زیارت ته د هند چارواکو ډېر کلک امنیتي تدابیر نیولي دي. په دې زیارت کښې په سلګونو زره عقیدتمندان یوې مقدسې یخي غار ته ورځي. چې دغه غار پهلګام ته نږدې دی. پهلګام هغه ځای دی چې د اپریل په میاشت کښې پکې خونړۍ حمله وشوه او ۲۶ کسان ووژل شول چې ډېر پکي هندو سیلانیان وو .
نوي دهلي د دغې حملې پړه پر پاکستان واچوله. خو پاکستان دا تور رد کړ. چې له امله یې د می په میاشت کښې د دغو دوو ایټمي هېوادونو ترمنځ څلور ورځنۍ جګړه وشوه.
سږ کال شاوخوا ۴۵،۰۰۰ هندي سرتېري چي د زیارت لاره ساتي. پر عصري څارنې وسایلو لکه د مخ پېژندنې کمرې سمبال دي . زیارت کوونکي ثبت کېږي. په ساتل شویو کاروانونو کښې سفر کوي او د دوی موقعیتونه د بریښنایی راډیو کارتونو له لارې تعقیب کېږي. د امنیتي تدابیرو زیاتوالی چې پکې د زیارت پر لاره قوي مرکزونه او پټې خونې شاملې دي. موخه یې د عقیدتمندانو لپاره یو خوندي او اسانه زیارت دی.
که ده امنیت تازه جګړه شوې وه خو ډېرو زیارت کوونکو د پوځي شتون له امله د وېرې نشتوالی څرګند کړ. خو هندي چارواکي مني چې سږ کال د زیارت کوونکو په نوم لیکنو کښې ۱۰ سلنه کمښت راغلی دی. امرناټ یاترا چې یو وخت یوه کوچنۍ سیمه ایزه پیښه وه. په وروستیو کلونو کښې په پراخه کچه وده کړې او یوه لویه پیښه ګرځیدلې چې د هند حکومت یې ډېر ترویج کوي. په کشمیر کښې د هند د واکمنۍ مخالفینو ویلي چې دا زیارت هدف نه دی. خو دوی خبرداری ورکړی چې دغه زیارت باید د هندو تسلط د ټینګار لپاره ونه کارول شي.
دا زیارت به د اګست تر میاشتې پورې دوام وکړي. د اپریل د حملې په اړه پلټنې روانې دي او هندي چارواکو دوه کسان د برید کوونکو سره د مرستې په تور نیولي دي.