به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

ده هند تر قبضې لاندې جمو او کشمیر په کتھوا سیمه کښې د کشمیری جنګیالیو د نیولو لپاره د هندي ځواکونو عملیات د پنجشنبې په ورځ دولسمې ورځې ته ورسیدل خو جنګیالي له نیول کیدو څخه په تیښته بریالي شول.
عملیات د مارچ په ۲۳ مه پیل شول کله چې پنځه جنګیالي د هیراناګري په سیمه کښې ولیدل شول. د AFP په وینا جنګیالي د پولیسو له هغه کلابندۍ څخه وتښتیدل چې د دوی د نیولو لپاره جوړه شوې وه.
وروسته دوی د ګهاټي جوتانا په سیمه کښې د هند پر یوه ګزمې برید وکړ چې له امله یې څلور پولیس او دوه جنګیالي ووژل شول. بله نښته په پنجتیرتي کښې وشوه. خو هغه درې کشمیری جنګیالي چې په تیښته بریالي شول له هغه وخت راهیسې تښتیدلي دي.
د ټریبیون انډیا د راپور له مخې ډیر امنیتي ځواکونه او استخباراتي ادارې د وسله والو د نیولو لپاره په ګډه کار کوي. په راپور کښې زیاته شوې چې هندي ځواکونه څو ځله د جنګیالیو له خوا تر برید لاندې راتلو وروسته احتیاط کوي.
هندي چارواکو ادعا کړې ده چې دغه پنځه تنه له پاکستان څخه تر ولکې لاندې جمو او کشمیر ته ننوتلي دي. خو د دې ادعا لپاره هیڅ ثبوت نه دی وړاندې شوی.
کشمیر د هند یوازینۍ مسلمانه اکثریتي سیمه ده او په نړۍ کښې یوه له ډیرو پوځي شویو سیمو څخه شمیرل کیږي چې له نیم ملیون څخه ډیر سرتیري پکې ځای پرځای شوي دي. که څه هم په تر ولکې لاندې جمو او کشمیر کښې له څو لسیزو راهیسې د ازادۍ پلوی غورځنګ فعال دی. خو په ۲۰۱۹ کال کښې د هند له خوا د کشمیر د ځانګړي حیثیت له لغوه کیدو راهیسې په مقاومت کښې نوی شدت راغلی دی. د اپریل د ۲۱ مې نیټې د ۱۹۴۸ کال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پریکړه لیک کښې غوښتنه شوې ده چې یو ټولپوښتنه ترسره شي ترڅو کشمیریانو ته اجازه ورکړل شي چې د خپل الحاق په اړه پریکړه وکړي.

نور ولولئ