د افغان کډوالو د ډله ییز اخراج به د حکومت له خوا د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې د خپلو خوښې بیرته ستنیدو د وروستي نیټې له پای ته رسیدو وروسته خپل دوهم پړاو پیل کړي.
که څه هم په پیل کښې تمه کیده چې د وروستي نیټې له پای ته رسیدو سره سم اخراج پیل شي. خو د رسنیو د راپورونو له مخې د چارواکو په وینا د اختر له امله دا نیټه دوه ورځې وغځول شوه. دا موضوع د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ له وزیراعظم شهباز شریف سره په کتنه کښې هم وڅیړل شوه.
په دویم پړاو کښې به د بې اسنادو کډوالو ترڅنګ هغه کډوال هم خپل هیواد ته استول کیږي چې د افغان شهریت کارتونه (Afghan Citizen Cards) لري. په عین حال کښې هغه کډوال چې د نوم لیکنې ثبوت (Proof of Registration) لري. هغه به له اسلام آباد او راولپینډۍ څخه لیږدول کیږي او د جون له ۳۰مې وروسته به اخراج کیږي.
د کډوالو د ساتلو لپاره کمپونه جوړ شوي او لسګونه هغه ښوونځي هم تړل شوي چیرې چې کډوالو زده کړې کولې.
د چارواکو په وینا اوس هم ۱.۳ میلیونه د افغان شهریت کارت لرونکي په پاکستان کښې ژوند کوي. تر ۷۰۰۰۰۰ ډیر افغان کډوال اوس هم په خیبر پښتونخوا کښې میشت دي.
که څه هم د کډوالو د بیرته ستنیدو د وروستي نیټې د پای ته رسیدو رسمي اعلان نه و شوی. خو فرانس پریس خبري اېجنسۍ ویلي چې دا نیټه د راتلونکې اونۍ تر پیل پورې غځول شوې ده. په داسې حال کښې چې اسوشیټډ پریس ویلي چې دا نیټه د اپریل تر ۱۰مې غځول شوې ده.
له هغه وخته چې حکومت په ۲۰۲۳ کال کښې د افغان کډوالو د بیرته ستنولو بهیر پیل کړی. ټول ۴۷۳۳۹۷ کسان افغانستان ته لیږل شوي دي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ له حکومت څخه غوښتي چې دې وضعیت ته د بشري اړخ له نظره وګوري. د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبد الکبیر هم د کډوالو سره د انساني چلند غوښتنه کړې ده.