به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

یو نوي راپور ښودلې ده چې مارچ ۲۰۲۵ په تېرو لسو کالونو کښې په پاکستان کښې د ترهګرۍ له امله د مرګ ژوبلې له لحاظه دویم تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

دا راپور چې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ خپور کړی دی. د راپور ښئی ښيي چې په مارچ میاشت کښې په ټول هېواد کښې ټول ۱۰۵ وسله وال بریدونه شوي دي.

په دغو بریدونو کښې ۷۳ امنیتي ځواکونه او ۶۷ ملکي وګړي وژل شوي دي. د مړینو ترڅنګ، ۱۲۹ امنیتي پرسونل او ۱۲۹ ملکي وګړي هم په دغو بریدونو کښې ټپیان شوي دي.

په ځواب کښې امنیتي ځواکونو هم د ترهګرو پر ضد خپل عملیات ګړندي کړي. چې په ترڅ کښې یې ۸۳ وسله وال وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي. خو په دغو عملیاتو کښې ۲۴ کسان هم وژل شوي دي چې ۱۳ یې امنیتي پرسونل او ۱۱ یې ملکي وګړي دي.

په ټولیز ډول په مارچ میاشت کښې ۱۷۱ ترهګر وژل شوي. په داسې حال کښې چې ۸۶ امنیتي چارواکي او ۷۸ ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه شمېرې ښيي چې د اګست ۲۰۱۵ راهیسې په یوه میاشت کښې دا تر ټولو لوړه مرګ ژوبله وه. د امنیتي ځواکونو د تلفاتو له لحاظه دا میاشت د جنوري ۲۰۲۳ راهیسې تر ټولو بده وه.

راپور یو بل اندېښمنونکی حقیقت هم په ډاګه کوي: په هېواد کښې ځانمرګي بریدونه په وروستیو میاشتو کښې خپل تر ټولو لوړ حد ته رسېدلي دي. په دې میاشت کښې ټول شپږ ځانمرګي بریدونه شوي دي چې درې یې په خیبر پښتونخوا او درې نور په بلوچستان کښې شوي دي. یو یې په پخوانیو قبایلي سیمو کښې شوی دی.

دغو دوو صوبو د ترهګرۍ له امله تر ټولو ډېرې مرګ ژوبلې لیدلي دي. په خیبر پښتونخوا کښې ۴۹ امنیتي پرسونل او ۳۴ ملکي وګړي وژل شوي، په داسې حال کښې چې په بلوچستان کښې ۴۰ ملکي وګړي او ۳۷ امنیتي چارواکي وژل شوي دي.

په همدې ډول دغو دوو صوبو په هېواد کښې د وژل شویو ترهګرو تر ټولو لوړه شمېره هم لرله. په بلوچستان کښې ټول ۴۵ ترهګر وژل شوي، په داسې حال کښې چې په خیبر پښتونخوا کښې ۱۲۳ ترهګر وژل شوي دي.

په تېره میاشت کښې په پنجاب کښې ټول اووه ترهګریز بریدونه شوي دی. په هم دی ډول   په سند کښې درې بریدونه شوي دي.

نور ولولئ