د دوشنبې په ورځ د تورخم پولې د بیا خلاصیدو په انتظار کښې خلکو کښې وېره خپره شوه، ځکه چې د پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونو ترمنځ سختی ډزې وشوې.
ځايي سرچینو خبر کده ته وویل چې د یکشنبې په سهار وختي د دواړو خواوو ترمنځ درنی توپچي ډزې وشوې، چې لږ تر لږه یو ملکي وګړی یې ټپي کړ. وروسته راپورونو وویل چې یو د لارۍ ډریور د ګڼې ګوڼې له امله د زړه د حملې له امله مړ شو.
د سرچینو په وینا، د افغانستان په خوا کښې یو چیک پوسټ هم اور واخیست او څو ایمبولینسونه ځایی محال ته ورسیدل.
ډزو د پیاده تګ کونکو او ترانسپورت ترمنځ چې له پولې څخه د تیریدو په انتظار کښې وو، وېره خپره کړه. د ترانسپورټ اتحاد له خپلو ډریورانو نه غوښتي چې تر هغه وخته سیمه خالي کړي چې ستونزی پای ته ورسیږي.
د تورخم پوله د فرورۍ له ۲۱مې راهیسې بنده شوې ده، کله چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په خوا د پولې په صفر نقطه کښې د پوسټ له جوړولو څخه منع کړه. په ځواب کښې، افغان سرحدي ځواکونو ځایونه ونیول، چې د دښمنۍ د زیاتوالي لامل شو. پاکستاني چارواکو بیا پوله وتړله او خپل کارکونکی یې لنډي کوتل ته ولېږدول.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند په اووه ورځنی خبري غونډه کښې له افغان لوري وغوښتل چې د یو اړخیز پرمختګ پر ځای د مسئلې د حل لپاره له دوه اړخیزو میکانیزمونو څخه کار واخلي. د بهرنیو چارو وزارت د پولې تړل هم ‘ناخوښه شوی’ پریکړه بللې وه.
خو د دواړو خواوو ترمنځ خبرو اترو کومه ګټه نه ولرله. د افغانستان کمیشنر عبدالجبار حکمت د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه پاکستاني چارواکو ته ویلي چې پوله باید ۲۴ ساعته خلاصه وه او په یوه هم ملکي وګړی یا سوداګریز تګ راتګ دی محدودیت نه وي.
د افغانستان قونسل جنرال حافظ محب الله شاکر هم د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا له وزیر اعلی علي امین ګنډاپور سره د پولې د بیا خلاصولو او د سوداګریزو اړیکو د ښه والي په اړه خبرې وکړې.
تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اتو سرحدي لارو څخه یوه ده او هره ورځ په زرګونو پیاده تګ کونکي او لاری له دواړو خواوو څخه تیریږي. د وروستي راپور له مخې د پولې تړل تر اوسه پورې د ۱۰ میلینونو ډالرو په ارزښت سوداګرۍ ته زیان رسولی دی.