به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د اسلام آباد بیسډ پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلیکټ اینډ سیکیورټی سټډیز((PICSS  په نوي راپور کښې ویل شوي چې د 2025 کال په فرورۍ میاشت کښې په پاکستان کښې د ترهګرۍ له امله د ملکي وګړو مرګونه ډېر شوي، سره له دې چې د بریدونو په ټولیزه شمېره کښې لږ زیاتوالی راغلی دی.

راپور وايي چې د بریدونو او د هغوی د زیانونو ترمنځ ډېر تفاوت دی. په داسې حال کښې چې هیواد د فرورۍ په میاشت کښې ۷۹ ترهګریز بریدونه ولیدل، چې د تیرې میاشتې په مقابلی لږ زیاتوالی دی. د ملکي وګړو مرګونه د جنورۍ په مقابلی کښی ۱۷۵سلنه زیات شوي او ۵۵ ته رسیدلي دي. دا د ۲۰۲۴ کال د اګست میاشتې راهیسې په یوه میاشت کښې د ملکي وګړو ترټولو لوړه شمېره ده، او دا لومړی ځل دی چې د ملکي وګړو زیان د امنیتي ځواکونو له زیان څخه ډېر شوي دي.

راپور د ترهګرۍ د ملي اثراتو یو غمجن حالت ښيي. د ۵۵  ملکي وګړو د مړینې سربیره،  امنیتي پرسونل هم وژل شوي او ۴۵ ملکي وګړي او ۸۱ امنیتي پرسونل ټپیان شوي دي. دې شمېرو د بریدونو بېلا بېلې ځانګړتیاوې او لوی مشکلات ښکاره کړي چې هغوی یې جوړوي

PICSS  دا هم په ګوته کوي چې په فرورۍ میاشت کښې ۱۵۶ ترهګر وژل شوي، په داسې حال کښې چې د امنیتي ځواکونو زیان ۱۸ سلنه کم شوي (د جنورۍ په میاشت کښې له ۵۷ څخه د فرورۍ په میاشت کښې۴۷ ته).

راپور همدارنګه د نیولو په شمېر کښې د پام وړ زیاتوالی په ګوته کوي، چې د فرورۍ په میاشت کښې۶۶ شکمن کسان نیول شوي دي – دا د ۲۰۲۳ کال د دسمبر له میاشتې راهیسې ترټولو لوړه میاشتنۍ شمېره ده (کله چې۱۳۹ ترهګر نیول شوي وو). له دې ډلې څخه۵۰ نیونې د خیبر پښتونخوا په یو ځایی شویو ضلعو کښې شوي. هم دغه رنګ ۱۶ په پنجاب کښې شوي دي.

بلوچستان ترټولو نا بد امنه صوبه ده او  د تاوتریخوالي لویه برخه یې په غاړه ده. په دې صوبه کښې ۳۲ بریدونه شوي چې ۵۶ کسان پکې وژل شوي (۳۵ ملکي کسان، ۱۰ امنیتي پرسونل او ۱۱ وسله وال) او ۴۴ کسان ټپیان شوي (۳۲ امنیتي ځواکونه او ۱۲ ملکي وګړي). په بلوچستان کښې دوه تښتول هم راپور شوي دي. د بلوچستان لیبریشن آرمی(BLA) بشیر زیب او آزادې ډلې، د بلوچستان لیبریشن فرنټ (BLF) او د یونایټډ بلوچ آرمی (UBA) د دې ډیری بریدونو ذمه واری په غاړه اخیستی دی. امنیتي ځواکونو په دې صوبه کښې ۱۱ ترهګر وژلي دي.

د خیبر پښتونخوا په یو ځای شویو ضلعو کښې۲۱ بریدونه شوي دی.   په پایله کښې یې ۲۲ امنیتي پرسونل او ۸ملکي وګړي وژل شوي، ۲۶ امنیتي پرسونل او ۱۱ ملکي وګړي ټپیان شوي دي. په دې سیمه کښې امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۹۸ ترهګر وژلي دی ،۱۵ یې ټپیان کړي  دی او ۵۰ شکمن کسان یې نیولي دي. د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، لشکر اسلام او د حافظ ګل بهادر ډلې ډېری د بریدونو ذمه واری په غاړه اخیستی ده.

د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کښې۲۳ بریدونه شوي چې ۱۴ امنیتي پرسونل او ۱۲ ملکي وګړي پکې وژل شوي او 22 ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي. په دې سیمه کښې امنیتي ځواکونو ۴۷ ترهګر وژلي دي. په سند کښې درې کوچني بریدونه شوي دی ، چې په پایله کښې یې یو امنیتي چارواکی وژل شوی او یو ټپي شوی دی. یو برید د سند دیش انقلابي اردو او بل د حافظ ګل بهادر ډلې لخوا شوی دی، چې په د پام وړ ډول یې د خیبر پښتونخوا څخه بهر خپل لومړی برید هغه وخت وکړ چې د فرورۍ په ۱۵ مه د کراچۍ په منګوپیر سیمه کښې یو پولیس افسر ووژل شو. په پنجاب، ګلګت بلتستان، آزاد کشمیر او اسلام آباد کښې هیڅ برید نه دی راپور شوی.  په پنجاب کښی ۱۶ شکمن کسان نیول شوي دي.

د ملکي وګړو د مرګونو زیاتوالی د تحریک طالبان پاکستان او یو شمیر نورو ډلو هغه دعوی دروغ ګڼي چې ملکي وګړي به په خپلو عملیاتو کښې نه په نښه کیږي، بلکې پرځای به یې په امنیتي ځواکونو تمرکز کیږي.

نور ولولئ