په۲۰۲۵م کال کښې د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه د پېښور د مرکز پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکیورټي سټډیز (PICSS) لخوا خپور شوی راپور وايي چې په اګست میاشت کښې د وسلهوالو بریدونو شمېره د جولای په پرتله په سلو کښې۷۴ زیاته شوې ده. راپور زیاتوي چې دا تېره یوه لسیزه کښې تر ټولو خونړۍ میاشت وه.
د جولای په میاشت کښې په ټول هېواد کښې ۸۲ بریدونه شوي دی. چې په پایله کښې یې ۱۰۱ کسان وژل شوي او ۱۵۰ ټپیان شوي دي. په وژل شویو کښې ۴۷ ملکي او ۳۶ امنیتي کسان شامل وو.
راپور وايي چې په اګست کښې د بریدونو شمېره ۱۴۳ وه. چې دا د ۲۰۱۴ کال د فرورۍ له میاشتې وروسته تر ټولو ډېره میاشتنۍ شمېره ده. په دې بریدونو کښې ۱۹۴ کسان وژل شوي دی. په وژل شویو کښې ۷۳ امنیتي کسان او ۶۲ ملکي خلک شامل وو. همدارنګه ۲۳۱ کسان ټپیان شوي دي.
د راپور په اساس په خیبر پښتونخوا کښې د بریدونو شمېره په سلو کښې ۲۰۰ زیاته شوې ده. چې شمېره یې ۵۱ ته رسېدلې او ۷۴ کسان پکې وژل شوي دي. همدارنګه په بلوچستان کښې ۲۸ بریدونه شوي او ۵۲ کسان پکې وژل شوي دي.
په دې بریدونو کښې امنیتي ځواکونو هم د وسلهوالو پر ضد ګڼ اپریشن کړي دی. چې په پایله کښې یې شاوخوا ۱۰۰ وسلهوال وژل شوي او ۳۱ نور نیول شوي دي. د راپور په وینا د بریدونو زیاتوالی له هغه وخته پیل شوی چې په ۲۰۲۲م کال کښې تحریک طالبان پاکستان د حکومت سره خپل اوربند مات کړ. د یاد وضعیت د کنټرولولو لپاره حکومت د ترهګرۍ خلاف نوي قوانین جاری کړي دی او په بلوچستان کښې یې دفعه ۱۴۴ نافذه کړي ده.