به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

له لسیزو راهیسې هند په ستراتیژیک ډول د دروغو بیرغونو عملیات کارولي دي . هغه  پاکستان د ترهګرۍ په تور تورن کولو له پاره ده ډول هچي کړي دي. او په کور دننه ملت پالنه پیاوړې کړي. له تښتونو او عام وژنو نیولې تر بمباریو او جعلي رسنیو کمپاینونو پورې یو زړه بوږنونکی نمونه راڅرګندیږي. هرکله چې یوه لویه ډیپلوماتیکه پیښه په ځانګړي توګه د متحده ایالاتو په ګډون په افق کښې وي. نو دا ډول پیښې په اسانۍ سره پاکستان د ترهګرۍ په تور اچوي.

په هندي اشغال شوي جمو او کشمیر کښې د پاهلګام وروستۍ برید د دې یو بل یادونه ده. دا برید په داسې حال کښې رامنځته شو چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس هند ته سفر کاوه. چې تجربه لرونکي شنونکي یې حیران کړل. هغه چټکتیا چې هندي چارواکو او رسنیو له هر ډول بشپړې پلټنې پرته پاکستان تورن کړ. ده خبره له یوې ټاکلې نمونې سره سمون خوري. دا هغه رجحان دی چې ډیرې نړیوالې څارنې او روڼتیا ته اړتیا لري.

د هند د دروغجن بریدونو تاریخ

هند د سیاسي ګټې لپاره د درواغو بیرغونو کارولو تاریخ د ۱۹۷۰ لسیزې لومړیو ته رسېږي. د ۱۹۷۱ کال د ګنګا الوتکې تښتونه چې د هند د استخباراتي ادارې را لخوا تنظیم شوې وه. د پاکستان پر هوایي حریم د هندي الوتنو د بندیز لپاره پلمه شوه. دې ستراتیژیک اقدام ختیځ پاکستان (اوسنی بنګله دیش) ته د پاکستان د اکمالاتو لارې وتړلې او په ۱۹۷۱ کال په جګړه کښې د پاکستان په ماتې کښې یې مستقیمه ونډه واخیسته. وروسته هندي چارواکو د استخباراتو د پخوانیو کارکوونکو په اعترافونو په ګډون د دې پېښې جوړ شوی ماهیت تایید کړ.

په ۱۹۹۹ کال کښې د متحده ایالاتو د ولسمشر بل کلنټن له سویلي ایشیا څخه لیدنې لږ مخکې د هند د هوايي شرکت آئي سي-۸۱۴ الوتکه وتښتول شوه. هند سمدلاسه د پاکستان استخباراتي ادارې (ISI) او وسله والې ډلې تورنې کړې. خو څرګندو بې ثباتیو لکه د پاکستان په تښتونه کښې د ښکیلتیا په اړه د باوري شواهدو نشتوالي په پای کښې رسمي روایت کمزوری کړ.

په ۲۰۰۰ کال کښې د چټیسنګپوره قتل عام چې په کشمیر کښې ۳۵ سکھان په بې رحمانه توګه ووژل شول. او سمدلاسه په لشکر طیبه واچول شو. خو وروستیو څېړنو د امریکایي چارواکو او هندي منابعو د څرګندونو په ګډون وړاندیز وکړ چې دا یو داخلي کار و چې موخه یې د کلنټن د سفر پرمهال د پاکستان له خوا د ترهګرۍ انځورول وو.

بیا د ۲۰۰۱ کال د هند د پارلمان مشهوره حمله وشوه. هندي چارواکو په څو ساعتونو کښې لشکر طیبه او جیش محمد تورن کړل. خو ګڼو هندي چارواکو د څېړنیزو ادارو د غړو په ګډون وروسته د شواهدو په اعتبار شکونه څرګند کړل. ترلاسه شوي اعترافونه د جبر په تورونو ککړ وو‌.  اصلي تورن افضل ګورو د نړیوالو معیارونو سره سم له عادلانه محاکمې بې برخې شو.

ورته نمونې د سمجهوته ایکسپریس په چاودنو (۲۰۰۷) د مکې مسجد په بمباریو (۲۰۰۷) او د مالیګاون په چاودنو (۲۰۰۶) کښې هم څرګندې شوې. په پیل کښې مسلمانې ډلې تورنې شوې. خو وروستیو بشپړو څېړنو د هندوانو سخت دریځې ډلې لکه راشټریه سویم سیوک سنګ او ابیناو بهارت تورنې کړې. مفتش هیمنت کرکرې چې د دې اړیکو د افشا کولو جرئت یې وکړ. په خپله په ۲۰۰۸ کال د ممبۍ په بریدونو کښې په مرموز ډول ووژل شو – هغه پیښه چې یو ځل بیا په پاکستان باندې د سمدستي او نه تایید شوي تورونو لامل شوه.

په ۲۰۱۹ کال کښې د بالاکوټ هوایي برید چې د پلوامې له برید وروسته ترسره شو. یو ځل بیا له غلطو معلوماتو ډک و. هند ادعا وکړه چې سلګونه ترهګر یې وژلي دي. خو هیڅکله یې هیڅ ثبوت وړاندې نه کړ. نړیوالو رسنیو د امریکایي دفاعي چارواکو په ګډون تایید کړه چې د پاکستان ایف-۱۶ الوتکې سالمې پاتې دي او د یوې الوتکې د ویشتلو هندي ادعاوې یې رد کړې.

حیران کن حالات

په دغو درواغجنو پېښو کښې یوه تکراري موضوع د هغوی وخت دی. مهم بریدونه په پرله پسې توګه هند ته د امریکايي ولسمشرانو د سفرونو سره سمون خوري. که هغه په ۲۰۰۰ کال کښې کلنټن و. او که په ۲۰۱۵ کښې اوباما وو، او په ۲۰۲۰ کښې ټرمپ. یا که اوس په ۲۰۲۵ کښې مرستیال ولسمشر ناڅاپي ترهګریز عملونه چې په اسانۍ سره یې پړه پر پاکستان اچول شوې ده. د دغو سفرونو څخه مخکې یا د هغوی په جریان کښې شوي دي.

دا یوه بې رحمه تکتیک دی چې پاکستان د نړیوالې ټولنې په وړاندې د بد کردار په توګه وښيي او په کشمیر او نورو ځایونو کښې د هند د خپلو بشري حقونو له سرغړونو څخه پام واړوي.

د پهلګام پېښه د دې تاریخي شالید په نظر کښې نیولو سره لږ د تصادف په څېر ښکاري او ډېر د یو حساب شوي اقدام په څېر ښکاري چې له واشنګټن څخه د خواخوږۍ د ترلاسه کولو لپاره ډیزاین شوې ده.

ده دروغو وسیلې

د هند باور په تېرو کالونو کښې څو ځله زیانمن شوی دی.د اروپايي ټولنې د ډیس انفو لیب ۲۰۲۰ راپور د هند د سریواستوا ګروپ لخوا د ۱۵ کالونو اوږدې دروغجنو معلوماتو خپرولو شبکه افشا کړه. دې ګروپ له کاره لوېدلي سازمانونه بیا راژوندي کړل. جعلي خبري رسنۍ یې جوړې کړې او د غیرحکومتي سازمانونو او د بشري حقونو د فعالانو جعلي شناختونه یې وکارول ترڅو په ملګرو ملتونو او اروپايي پارلمان په څېر فورمونو کښې پاکستان بدنام کړي.

د راپور له مخې د هند د تبلیغاتي دستګاه له ۱۱۹ هېوادونو څخه په زیاتو کښې تر ۷۵۰ ډېرې جعلي خبري رسنۍ شاملې وې. جعلي شناختونه، درغلۍ ډوله کړنې، او په منظم ډول بدنامي د پاکستان او چین په وړاندې د دښمنانه چاپېریال رامینځته کولو لپاره د یوې پراخې دسیسې برخه وه.

دې بې سارې افشاګرۍ هغه هر ډول تصور له منځه یوړ چې ګواکې د هند نړیوال دریځ په اخلاقي لوړتیا ولاړ دی. پرځای یې دا هغه څه تایید کړل چې پاکستاني چارواکو له ډېرې مودې راهیسې ادعا کړې ده چې هند معلومات، ترهګري، او ډیپلوماسي په مساوي توګه د وسلې په توګه کاروي.

له یو بهرني دښمن په ځانګړې توګه پاکستان سره د هند لیوالتیا د دې هېواد د کورني او بهرني سیاست یو جوړښتي خاصیت ګرځېدلی دی. جعلي بریدونه، جوړ شوي خبري روایتونه، او منظم دروغجن معلومات یوازې جلا تاکتیکونه ندي. پرځای یې دا د هند د دولتي چارو لازمي برخه ګرځېدلي دي.

لکه څنګه چې د پاهلګام په څېر نوې پېښې رامینځته کیږي. نړیوال ځواکونه، په ځانګړې توګه امریکا، باید د هند د روایتونو په منلو کښې له انتقادي قضاوت څخه کار واخلي. تاریخ ښیي چې حقیقت ډېر وروسته راڅرګندیږي خو بالاخره راڅرګندیږي.

نور ولولئ