به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

​د خیبر پښتونخوا په مانسهرې ضلعي کښې نامعلومو وسله والو کسانو د پولیسو په ګشتي ګاډي ډزې وکړې. چې له کبله یې څلور پولیسان ژوبل شول. د سیمې سرچینو ویلي دي چې دا پېښه د ګیټي داس پوسټ سره نږدې شوې ده.

​پولیسو وویل چې د ګیټي داس پولیس پوسټ ګاډی پر خپله معموله ګشت و. پر یوه موړ نامعلومو کسانو ناڅاپه پر پولیسو ډزې پیل کړې. کله چې پولیسو ځوابي ډزې وکړې. نو بریدګر د شپې له تيارې ګټه پورته کړه او په تېښته بریالي شول. پولیسو دا هم ویلي چې په ډزو کښې څلور پولیسان ټپیان شوي دی. چې سمدستي روغتون ته وړل شوي دي. د پولیسو چارواکو په خبره د ټپیانو روغتیایي حالت له خطر څخه بهر دی.

​د پېښې له خبر وروسته د مانسهرې د ضلعي د پولیسو مشر شفیع الله ګنډاپور د پېښې ځای ته ورغی. د پارس ډي اېس پي او د ناران ایس اېچ او هم له ډېرو پولیسو سره سم ځای ته ورسېدل او سمدستي یې سیمه محاصره کړه او د لټون اپریشن یې شروع کړو. د ملزمانو د نیولو لپاره چلاس پولیس هم خبر کړل شوي او سیمه یې بنده کړې ده.

​د مانسهرې ډي پي او ویلي دي چې تر هغو به اپریشن روان وي تر څو چې ملزمان قانون ته نه وي سپارل شوي.

نور ولولئ