به‌روزرسانی دربارهٔ8 hours ago

په باجوړ کښې د سولې لپاره روانې جرګې طالبانو ته دوه مهمې غوښتنې وړاندې کړې دي. جرګې له طالبانو وغوښتل چې یا دې له سیمې وځي او یا دې د خلکو له سیمو لرې په یوه خلاص میدان کښې ورسره مقابله وکړي. په ځواب کښې طالبانو له جرګې څخه د یوې ورځې وخت وغوښت. خو وې ویل چې خبرو ته ادامه ورکوي.

د ځایي سرچینو په وینا طالبانو د جرګې غړو ته ویلي چې دوی به تر سبا پورې اوربند وساتي او د خپلو مشرانو سره به مشوره وکړي. دوی ژمنه وکړه چې تر هغه وخته پورې به د غرونو لور ته ولاړ شي او هیڅ ډز به نه کوي. طالبانو ویلي چې سبا مازیګر به جرګې ته خپل وروستی ځواب وایي.

د پخواني صوبایي اسمبلۍ غړي او د جرګې یوه غړي، هارون رشید، خبر کدې ته وویل چې دوی هڅه کوي چې په سیمه کښې سوله راولي او بدامنۍ ختمه کړي. هغه وویل چې د باجوړ ټول خلک سوله غواړي او مونږ ټول د دې خاورې اولادونه یو. زمونږ هدف د خپلمنځي اختلافاتو ختمول او د سولې لپاره کار کول دي.

هارون رشید زیاته کړه چې د وزیرستان څخه تر چترال پورې مشران او مخور به په دې سیمه کښې د سولې راوستلو لپاره خپل رول ولوبوي. هغه د باجوړ د حالاتو په اړه وویل چې پرون یو ناوړه پېښه وشوه. خو نن ورځ عادي وه.

نور ولولئ