مرکزي کابینې د موټرو خوندیتوب لومړنی قانون منظور کړی دی. د دې قانون له مخې ټول هغه موټرونه چې په پاکستان کښې جوړېږي یا واردېږي. باید د خوندیتوب معیارونه ولري. د دې قانون نوم د موټرو صنعت پراختیا قانون دی. د قانون هدف د موټرو د کیفیت، خوندیتوب او چاپیریالي معیارونو ښه کول دي. ځکه چې پخوا به په پاکستان کښې جوړ شوي موټرونه ډېر معیاري نه و.
دا قانون به اوس د وروستۍ منظورۍ لپاره پارلیمان ته وړاندې کېږي. دا قانون په ټولو موټرو عملي کېږي. پرته له هغه چې پوځ یې کاروي. که څوک دا قانون مات کړي نو جزا به ورکول کېږي. د بېلګې په توګه، که یو غیر راجسټر شوی موټر وپلورل شي. تر یو کال بند او پنځه لکه روپۍ جریمه لري. که یو شرکت خپل خراب موټرونه بیرته راونه غواړي. تر دوه کلونو بند او پنځه میلیونه روپۍ جریمه لري. د انجینرۍ پراختیا بورډ (EDB) له لارښوونو څخه سرغړونه به تر درې کلونو بند او لس میلیونه روپۍ جریمه لري.
قانون د زاړو موټرو واردات هم تنظیموي. د نوي قانون له مخې هغه زاړه موټرونه چې له پنځو کلونو کم عمر ولري. د واردولو اجازه به ورکول کېږي. خو په دې شرط چې د خوندیتوب او چاپیریال نوي معیارونه پوره کړي. حکومت د وارداتو لپاره یو کال وخت ورکړی دی چې خلک او شرکتونه پرې ځان برابر کړي. ټول موټرونه به د خوندیتوب مهم معلومات ښکاره کوي او د کیفیت سرټیفیکیټ به ورسره وي. که په کوم موټر کښې څه ستونزه وي. شرکت یې باید بیرته وغواړي، که یې ونه غواړي، EDB کولای شي چې د دې کار امر ورکړي.