به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د باجوړ په ضلع کښې يوه مهمه لويه جرګه جوړه شوه. چې پکې قبایلي مشران، دیني عالمان او د ولسي ادارې استازو ګډون کړی و. د جرګې پیل د باجوړ د شهیدانو د درجو لوړولو لپاره په فاتحه خوانۍ او ځانګړو دعاګانو سره وشو.

د جرګې ټولو ګډون کوونکو په یوه خوله پرېکړه وکړه. چې ترهګرو ته به هیڅ ځای نه ورکوي او په سیمه کښې به د خوارجو (ترهګرو) پاتې شوني په پورا توګه له منځه وړي. په دې موقع د خوارجو (ترهګرو) د مسجدونو او عامو خلکو د کورونو څخه د استفادې ویډیويي اسناد هم وړاندې شول. چې ټولو ګډونوالو پرې سخته اندېښنه څرګنده کړه.

په جرګه کښې دا پرېکړه وشوه. چې که چېرې خوارجو (ترهګرو) په خپله خوښه سیمه پرېنښوده. نو پر ضد به یې پوځي عملیات پیل شي. د جرګې یوه غړي وویل چي مونږ به وسله والو ته په ډاګه ووایو. چې سیمه پرېږدي او مونږ ته په ارامۍ سره ژوند کولو ته پرېږدي. د جرګې ټولو ګډونوالو یو ځل بیا ژمنه وکړه. چې د امنیت د ټینګښت لپاره به له خپلو امنیتي ځواکونو سره پوره همکاري کوي.

د غونډې په پای کښې د هیواد د امنیت، سولې او ثبات او د پاکستان د پوځ د بریا لپاره ځانګړې دعاګانې هم وشوې.

د تازه معلوماتو له مخې د باجوړ غټه جرګه د جمعې په ورځ په ماموند کښې روانه ده او د نورو پرېکړو تمه کیږي. د قومي اسمبلۍ پخواني غړي صاحبزاده هارون الرشید جرګې ته لارښوونې ورکوي. د ځايي سرچینو په وینا په جرګه کښې ډېر زیات ځايي خلک موجود دي.

د یادونې وړ ده چې د باجوړ په سیمه کښې د جولای له ۲۹مې تر ۳۱مې پورې کرفیو لګېدلې وه. چې د تمدید په اړه یې کوم خبر نه دی ورکړل شوی. ولسي ادارې جرګې ته د مازیګر تر ۴ بجو پورې وخت ورکړی. چې وروسته به ولسي اداره خپله پرېکړه کوي.

نور ولولئ