به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د پنجاب د ایلیټ فورس پنځه افسران د زیارت (پنجشنبې) په شپه په رحیم یار خان کښې د ډاکوانو په برید کښې شهیدان شول. په دغه برید کښې لږ تر لږه دوه نور افسران هم ټپیان شوي دي. د ځوابي عملیاتو په ترڅ کښې لږ تر لږه یو ډاکو وژل شوی دی.

ډاکوانو په رحیم یار خان کښې د شیخاني په چیک پوسټ د لاسي بمونو او راکټ لانچرونو برید وکړ. چې اوه افسران پکې پر دنده وو.

د دغه برید په پایله کښې پنځه افسران شهیدان او دوه نور ټپیان شول. ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

شهید شوی افسران عرفان، سلیم، خلیل، غضنفر او نکیل دې.

د پنجاب انسپکټر جنرل عثمان انور دا پېښه په کلکو ټکو غندلې او دا یې بزدلانه عمل بللی. هغه زیاته کړه چې ډاکوانو د شپې له تیارې څخه په ګټې اخیستنې برید کړی. خو دا به پنجاب پولیس ونه ډاروي. هغه زیاته کړه چې د ډاکوانو پر ضد به عملیات په پوره قوت سره دوام ولري.

پولیسو د پېښې د ډاکوانو د نیولو لپاره پلټنې پیل کړې. چې په پایله کښې یې لږ تر لږه یو ډاکو وژل شوی دی.

نور ولولئ