د خیبر پښتونخوا په بنو ضلعي کښې د سي ټي ډي (د ترهګرۍ ضد څانګه) بنو ریجن او بنو پولیسو په ګډو عملیاتو کښې د حافظ ګل بهادر ډلې دوه ډېر مطلوب ترهګر وژلي دي.
بنو پولیسو د پېښې په اړه وویل چې دوی ته د ترهګرو د شتون په اړه پټ معلومات رسېدلي وو. د دې معلوماتو پر بنسټ د بنو ریجن ډی آی جي سجاد خان سي ټي ډي او بنو پولیسو ته د عملیاتو امر وکړ. د سي ټي ډي بنو ریجن او بنو پولیسو په ډومیل کمپنۍ روډ سیمه کښې له ترهګرو سره مخامخ شول. له هغې وروسته د پولیسو او ترهګرو ترمنځ شاوخوا ۲۰ دقیقې سخته ډزې تبادله شوې. پولیسو وویل چې په دې نښته کښې دوه خطرناک ترهګر ووژل شول. خو ۴ تر ۵ ترهګر د تیارې او ونو بوټو څخه په ګټې اخیستنې بریالي شول چې وتښتي.
د پولیسو په وینا وژل شوي ترهګر حسین احمد د بلقیاز زوی او انعام عرف تور عرف جهاد یار د عزیز الرحمن زوی، د شمالي وزیرستان د حیدر خېلو اوسېدونکي پېژندل شوي دي. دواړه وژل شوي ترهګر سي ټي ډي او پولیسو ته په ۸ سختو ترهګریزو قضیو کښې مطلوب وو. په بیان کښې ویل شوي چې د ترهګرو له قبضې څخه ۲ کلاشینکوفونه، ۴ لاسي بمونه، ۶ میګزینونه، ۱۵۰ ګولۍ او ۲ موبایل فونونه ترلاسه شوي دي.
په بیان کښې راغلي چې د سي ټي ډي او بنو پولیسو پر وخت او زړور اقدام یو احتمالي لوی ترهګریز برید ناکام کړ. په هم دې حال کښې د تښتېدلو ترهګرو د نیولو لپاره عملیات روان دي.
پولیسو ویلي چې د خیبر پښتونخوا سي ټي ډي او بنو پولیس په سیمه کښې د سولې او نظم د ټینګښت او د ترهګرۍ د بشپړې له منځه وړلو لپاره ژمن دي.