په پاکستان کښې د ریجسټر شویو افغان کډوالو چې د پاتې کېدو (PoR) کارتونه لري. د وتلو وروستۍ نیټه نن [دوشنبه] پای ته ورسېده. خو د PoR کارت لرونکو ته په پاکستان کښې د پاتې کېدو مودې غځولو سپارښتنه فدرالي کابینې ته د منظورۍ لپاره استول شوې ده.
یو لوړ پوړي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې. هغه وویل چي وروستۍ نیټه نن پای ته رسېږي. خو فدرالي حکومت ته یې د پاتې کېدو د مودې غځولو سپارښتنه شوې ده.
دغه چارواکي وویل چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکو د ایستلو لړۍ د ۲۰۲۵ کال په اپریل کښې پیل شوې او لا هم دوام لري. هغه زیاته کړه چې څه باندې ۰.۷ میلینه ACC لرونکي لا هم په پاکستان کښې دي او ډیری یې د وتلو لپاره چمتووالی نیسي.
سرچینو ویلي چې پر ACC لرونکو سربیره حکومت د هېواد په کچه د ۱.۳ میلینو څخه زیاتو PoR لرونکو لپاره د جون ۳۰ نیټه د وتلو وروستۍ نیټه ټاکلې وه. که څه هم دا نیټه پای ته ورسېده خو فدرالي حکومت ته د تمدید وړاندیز شوی دی.
ډیر PoR کارت لرونکي چې هیڅکله یې د افغانستان ته د استول کېدو فکر نه و کړی او له حکومت سره راجسټر شوي وو. په پاکستان کښې یې خپل کاروبارونه جوړ کړي او ډیری یې هیڅکله افغانستان ته نه دي تللي. هغه د بیرته تګ پرمهال له جدي ستونزو سره مخ دي.
حمید الحق یو ۲۷ کلن افغان دي چې په پېښور کښې یو ډیپارټمنټل سټور چلوي. هغه وویل چي مونږ هیڅکله د دې په اړه فکر نه و کړی ځکه چې مونږ اسناد لرو او زه ویلای شم چې په قانوني ډول په پاکستان کښې ژوند کوو. په رښتیا زه هیڅکله افغانستان ته نه یم تللی او اوس زما لپاره تر ټولو سخته دنده دا ده چې څنګه یوازې خپل شیان راټول کړم.
د حق په وینا تقریبا د هغه ټول خپلوانو خپل ټول ژوند په پېښور کښې تیر کړی او افغانستان ته بیرته تګ د صفر څخه د بیا پیلولو په څیر دی.
کله چې د خپل پلورنځي پلورلو په اړه ترې وپوښتل شول. حق وویل چې هغه به هیڅکله خپل کاروبار چې کلونه یې په جوړولو لګولي. په پيسو نه پلوري او هیله یې څرګنده کړه چې حکومت به وروستۍ نیټه وغځوي ترڅو هغه ته یو مناسب پیرودونکی پیدا کولو فرصت ورکړي چې خپل پلورنځی وپلوري.
د ناقانونه کډوالو د بیرته ستنیدو لومړۍ مرحله په ۲۰۲۳ کال کښې پیل شوه. کله چې له ناقانونه کډوالو چې ډیری یې افغانان وو. له هغوي وغوښتل شول چې لاړ شي. حکومت د ناقانونه افغانانو لپاره د راجسټریشن نقطې جوړې کړې ترڅو له نادرا سره راجسټر شي. مخکې له دې چې بیرته خپل هېواد ته واستول شي.
د دویمې مرحلې په جریان کښې حکومت د ACC لرونکو لپاره د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۳۱ نیټه وټاکله. دا مرحله لا هم روانه ده.
د خبرکده سره د موجودو معلوماتو له مخې شاوخوا ۵۶۲،۶۵۹ افغان وګړي، پشمول ACC لرونکي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول په پاکستان کښې اوسېدل. د خیبر پښتونخوا له څو سرحدي لارو افغانستان ته تللي دي.
د جون د ۱۷ نیټې وروستي معلومات ښیې چې د هغو افغان وګړو ټولیز شمیر چې په غیر قانوني ډول په پاکستان کښې اوسېدل او تللي وو. هغه شمیر ۵۴۱،۳۳۷ وو. په دې کښې راغلي چې د اپریل ۱ څخه د جون ۱۶ پورې شاوخوا ۴۰،۲۲۱ ACC لرونکي هم د خیبر پښتونخوا له سرحدي لارو هېواد پریښی دی.
سند ښیې چې نږدې ۱۵،۰۶۶ افغان وګړي له نورو ولایتونو، اسلام آباد، آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان څخه خیبر پښتونخوا ته لیږل شوي وو. په دې کښې ۳،۰۰۳ افغان وګړي له اسلام آباد، ۱۱،۱۱۳ له پنجاب، یو له ګلګت بلتستان، ۹۰۵ له آزاد کشمیر او ۴۴ افغان وګړي له سند ولایت څخه لیږل شوي او افغانستان ته استول شوي وو. په دې کښې راغلي چې د دغو کډوالو ډیری برخه شاوخوا ۵۵۵،۰۷۳ افغانان – دواړه په غیر قانوني ډول په پاکستان کښې اوسېدونکي او ACC لرونکي – د خیبر ولسوالۍ د تورخم له لارې افغانستان ته تللي. شاوخوا ۶،۸۸۷ د جنوبي وزیرستان ولسوالۍ د انګور اډې له لارې، ۹۶۸ د کرم ولسوالۍ د خرلاچي له لارې او یو کس د ګلګت بلتستان د سوست له لارې وتلی دی.