به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د جمعې په ورځ امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کښې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات وکړل، چې شپږ ترهګر پکې ووژل شول.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې (ISPR) په یو بیان کښې ویلي چې دا عملیات د غلام خان کلي په سیمه کښې د ترهګرو د موجودیت د معلوماتو په اساس وشول.

ځواکونو په ډیر ښه ډول ترهګرو سره مقابله وکړه او شپږ تنه یې ووژل.

ISPR زیاته کړه: له وژل شویو خوارجو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شول، چې د امنیتي ځواکونو پر ضد او د بې ګناه ملکي وګړو په وژلو کښې فعال وو.

په بیان کښې دا هم ویل شوي چې په سیمه کښې د پټو نورو ترهګرو د موندلو لپاره هم عملیات وشول.

د دې هفتی په پیل کښې، پاکستاني پوځ د خیبر ضلعې په باغ سیمه کښې هم دغسی عملیات کړي وو، چې لس ترهګر پکې وژل شوي وو.

نور ولولئ