به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، افغان ځواکونو د پاک-افغان پولې په ګڼو ځایونو کې بې دلیله ډزې کړې دي. په دې سیمو کې انګور اډه، باجوړ، کرم، دیر، چترال، او برامچه (بلوچستان) شامل دي.
امنیتي سرچینې وايي چې د دې ډزو موخه د پولې له هغې خوا خوارجو (ترهګرو) ډلو ته د تېرېدلو زمینه برابرول وو.

​د پاکستان پوځ هوښیارو او الرټ پوسټو سمدستي او سخت ځوابي برید وکړو. چې دا مهال هم روان دی. امنیتي سرچینې څرګندوي چې پاکستاني پوځ په خپلو عملیاتو کې مکمل ځواک استعمال کړي دي او د افغان ځواکونو ګڼې پوسټو یې په مؤثره توګه په نښه کړې دي.

​د سرچینو په وینا د پاکستان پر وخت اقدام په پایله کې د افغان ځواکونو څو سرحدي پوسټونه له منځه وړل شوي او په لسګونو افغان سرتیري او خوارج وژل شوي دي.
سرچینو ویلي چې طالبان خپلې یو شمیر چیک پوسټونه پرېښي او تښتېدلي دي. او مړي اوس هم پراته دي.

​امنیتي سرچینو دا هم وویل چې د افغانستان لخوا د دې جګړه ییز اقدام په داسې وخت کې مخې ته راغی چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هند ته په سفر بوخت دی. دا وخت په قصدي ډول د تاوتریخوالي زیاتولو لپاره غوره شوی دی.

نور ولولئ