به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د بلوچستان په مچ سیمه کښې د سه شنبې په ورځ د بلوچ لیبریشن آرمي په یوه برید کښې د پاکستان د پوځ اووه سرتیري شهيدان شول.
د انټر سروسز پبلک ریلیشنز (آی ایس پی آر) په وینا بي ایل اې په مچ کچي ضلع کښې د امنیتي ځواکونو یو ګاډی د سړک غاړې ماین په واسطه په نښه کړ. په لومړي ځل آی ایس پی آر بي ایل اې ته د هند ایجنټ وویل.
د برید په پایله کښې اووه سرتیري شهيدان شول. آی ایس پی آر دغه سرتیري په دې ډول یاد کړل. صوبیدار عمر فاروق (عمر ۴۲ کاله د کراچۍ اوسیدونکی)، نائیک آصف خان (عمر ۲۸ کاله د کرک ضلع اوسیدونکی)، نائیک مشکور علي (عمر ۲۸ کاله د اورکزۍ ضلع اوسیدونکی)، سپاهي طارق نواز (عمر ۲۶ کاله د لکي مروت ضلع اوسیدونکی)، سپاهي واجد احمد فیض (عمر ۲۸ کاله د باغ ضلع اوسیدونکی)، سپاهي محمد عاصم (عمر ۲۲ کاله د کرک ضلع اوسیدونکی) او سپاهي محمد کاشف خان (عمر ۲۸ کاله د کوهاټ ضلع اوسیدونکی).
آی ایس پی آر وویل چي په سیمه کښې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره عملیات روان دي او د دې ناوړه او بزدلانه عمل عاملین به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
آی ایس پی آر وویل چې دا برید په بلوچستان کښې د پرمختګ او ثبات د خرابولو هڅه وه. په اعلامیه کښې زیاته شوې چې د هند او د هغې د ایجنټانو شومې نقشې به د ملت په واسطه ماتې وخوري.

نور ولولئ